د استاد حمزه شینواري د تعزیتي غونډې هېر شوی رپوټ

پوهندوی آصف بهاند

0 1,765

په دې کې هېڅ شک نه شته چې حمزه شینواری د معاصر پښتو غزل برحقه استاد دی، د ده په باب خبرې کول، د پښتو معاصرې شاعرۍ په  باب خبرې کول دي، د حمزه شینواري ژوند او شخصیت څو اړخونه لري چې د هر اړخ په باب یې خبرې کول او څه لیکل جلا او اوږد بحث او څېړنې ته اړتیا لري.

ما د شپېتمې لسیزې د پیل په کلونو کې د استاد حمزه شینواري په باب څو مقالې ولیکلې او په هماغه وخت کې مې ــ په اغلب گومان چې د «زیري» په اونیزې کې ــ خپرې کړې.

استاد حمزه شينواری پر ١٩٠٧ ز کال د لنډي کوتل په خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې وزېږېد او د ۱۹۹۴ ز کال په فبروري وفات شوی دی. حمزه شینواری شاعر، ليکوال، فلم جوړونکی او د راډيو وياند و. د خپل فرهنگي ژوند په موده کې یې گڼشمیر اثار لیکلي او تخلیق کړي دي. په شعر او ادب کې يې ځانگړي سبک او لاره درلوده او د معاصر پښتو غزل پلار گڼل کېـږي.

کله چې استاد حمزه شینواری وفات شو زه (اصف بهاند) په مسکو کې وم، نور گڼشمیر فرهنگیان هم په ماسکو کې استوگن وو او د افغانستان د فرهنگ ټولنې پر شاوخوا لکه وزر سوي پتنگان تاوېدل او د خپل فرهنگ د ژوندي ساتلو هلې ځلې یې کولې. د استاد حمزه شینواري له مړینې په خبرېدو سره مو یوه تعزیتي غونډه جوړه کړه. د هغې تعزیتي غونډې لڼد راپور دلته راوړم:«

د استاد حمزه شینواري تعزیتي غونډه:

په ماسکو کې میشت مهاجرو افغانانو په خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ چې د معاصر پښتو غزل پلار، استاد حمزه شینواری د ۱۳۷۲ کال د سلواغې په ۲۹ نیټه (د ۱۹۹۴ م کال د فبرورۍ ۱۸) په پیښور کې له نړۍ نه سترګې پټې کړي دي.

د افغانستان د فرهنګ ټولنې د استاد حمزه شینواري د مړینې په مناسبت یو پیغام خپور کړ. دغه پیغام د «پردیس» د لومړي کال په دویمه ـ دریمه (۱۳۷۳ ـ ثور – جوزا) ګڼه کې خپور شوی دی، چې بشپړ متن یې دلته راوړل کیږي:

«د استاد حمزه شینواري د مړینې په مناسبت د افغانستان د فرهنګ ټولنې پیغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د فرهنګ ټولنه په خواشینۍ سره خبره شوه، چې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال استاد حمزه شینواری د ۱۳۷۲ هجري شمسي کال د دلوې په ۲۹ (د۱۹۹۴ ع دفبروري اتلسمه) په پيښور کې وفات شو.

انا لله وانا الیه راجعون.

استاد امیر حمزه خان شینواری نه یوازې په پښتني ټولنه کې د خاص شهرت خاوند و، بلکې په سیمه کې یې د یو وتلي شاعر، لیکوال او مفکر په توګه نوم لاره. د هغه آثار که له یوې خوا د پښتنو د فرهنګ د بیلابیلو اړخونو د انعکاس له پاره ارزښتمن دی او د دغه فرهنګ او ادب د غنا له پاره یې خپل اغیزمن نقش تر سره کړی دی؛ له بلې خوا په عمومي توګه د بشري فرهنګ او هنر یوه د یادونې وړ برخه جوړوي.

د افغانستان د فرهنګ ټولنه د استاد حمزه شینواري د مړینې په ویر کې ځان شریکه ګڼي او له لوی خدای(ج) څخه د هغه کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي. موږ له هغو مؤسسو او فرهنګي او ادبي کړیو څخه چې د پښتو ادبیاتو او فرهنګ د خپریدنګ او څیړنې په کارونو بوخت دي، هیله لرو چې د استاد حمزه د ناچاپو آثارو د چاپ په برخه کې اقدام وکړي. د دې په څنګ کې چې د استاد د آثارو د تحقیق پر ضرورت ټینګار لازم دی، لازمه ده مسلکي کسان په نورو ژبو د دغه ډول آثارو د ژباړې کار ته جدي پاملرنه وکړي.

په درناوي

د استاد حمزه شینواري اروا دې ښاده وي

د افغانستان د فرهنګ ټولنه

د۱۹۹۴ کال د اپریل نهمه، د ۱۳۷۳ش کال د حمل شلمه»

د افغانستان د فرهنګ ټولنې د مشر تابه ډلې پریکړه وکړه چې د استاد حمزه تعزیتي غونډه دې د۱۳۷۳  ش کال د حمل په شلمه نیټه ونیول شي. په دې غونډه کې د افغانستان د فرهنګ ټولنې له پیغام بر سیره د استاد حمزه پر ژوند، اشعارو، آثارو او افکارو باندې مفصلې خبرې وشوې.»

پر حمزه شینوارې باندې څه ویل یا څه لیکل اوږده بحثونه ایجابوي، د اوس له پاره به د دې بحث د رنگینۍ له پاره د استاد حمزه شینواري یو غزل دلته راواخلم:

غزل

یــار پــه آئـيـنـه کـې پـسـرلی زرغـــونـــولــی شو

سوال زمـا د زړه چې په کې راغـې اشنا غلی شو

ستا ستـرګې غـزلې چې اشنـا راتـه رامـخ نـه وي

یــم بــه زه شاعــر، خــو ما غـزل کـلـه ویـلی شو

دریـغـه که رایـاد شي چې مې څـه ورتـه ویلي وو

تـللـو مـرور، خو په تـګ تـګ کې پـښه نیولی شو

ستا د نـظـر غـشي مې زړه وویشت پـه کې ودرید

خوښ یې شو دا کور که نه بهر هم ترې وتـلې شو

تــه چې ورتـه راغـلې د دُنـیـا ورتـه رامـخـه شوه

زړه خو د حمزه وړوکی کور و اوس خو کلی شو

(حمزه بابا)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply