یوه پسرلنۍ مشاعره او یو پسرلنی غزل

آصف بهاند

0 1,911

یوه پسرلنۍ مشاعره

آصف بهاند

او

یو پسرلنی غزل

څـو پـسـرلـي دي چې دې لار څـارمه

راشـه چـې لار پــه ورکـېـدو ښکـاري

(آصف بهاند)

د ۱۳۶۴ ام کال پسرلي د ښه راغلاست له پاره په کابل کې ځینو فرهنگي شخصیتونو لکه استاد نصرالله حافظ، زرین انځور او… وپتیله چې د رادیو افغانستان د «پل پاغ عمومي» په ستدیوگانو کې د یو شمیر فرهنگیانو او شاعرانو په گډون یوه پسرلنۍ مشاعره جوړه شي.

د ۱۳۶۳ ام کال د کب میاشتې په اوږدو کې یې شاعرو یارانو ته خبر ورکړ چې پسرلنۍ مشاعره جوړېـږي او مشاعره به د استاد حمزه شینواري د دې بیت په اقـتـفا جوړېـږي:

«چې پسرلی پــه مسـیـدو ښـکـاري

ښکلې ځواني په غوړېدو ښکاري»

زه هم دې مشاعرې ته وربلل شوی وم او په هغه وخت کې ما د خپلو شعري تجربو او د ځوانۍ د هوا او هوس په دایره کې یو غزل انشا کړی و چې په مشاعره کې مې واوراوه.

ما خپل دا غزل پخوا په چاپي ډول په خپله یوه شعري ټولگه (مروره مځکه، ۵۱ ــ ۵۲ مخونه) کې او په برېښنايي ډول هم خپور کړی دی؛ اوس یې په دې پسرلي کې له دې هیلې سره بیا خپروم چې که خدای هغه ورکه ارامتیا یو ځل بیا زموږ وطن ته بېرته راستنه کړي؛ ځکه چې اوس د ژوند لارې کوڅې تر نورو وختونو تنگې او ازغنې راته ښکاري:

بـیــا دغــه پـنــځ پــه نــویـدو ښکاري

هــر څـه کـې سـا پـه پـوکېدو ښکاري

هـر څـه بـه نـوې ښکلې سا واخلي بی

چـې نـــوی بــاد پـــه چـلـېـدو ښکاري

څـو پـسـرلـي دي چې دې لار څـارمه

راشـه چـې لار پــه ورکـېـدو ښکـاري

صـبـر مې وسـو د هجران په اور کې

د ژونـــد پـــیـــالـه په ډکـېـدو ښکاري

چې دې راتگ نه لږ خبـر غوندې شم

بــیــا مـې لــیــمــه په څڅېدو ښکاري

ښکاري چې لــږه شوه هـغـه مینه دې

داغ د لاله پــــه کـــمـــېـــدو ښکـاري

تــا د قـیامت په نوم یو څه جوړ کړي

ځکـه قــیــامــت پــه رسېــدو ښکاري

کله به جوړ شي دا نیمگړی ژونـدون

لاړه ځـــوانــي پــه زړېــدو ښـکاري

۱۷/۱۲/۱۳۶۳

کابل

افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply