د «کک» مبارزه او مېړانه

آصف بهاند

0 1,518

د هیرمند سین

د «زرینې» تدبیر

د «کک» مبارزه او مېړانه

اوس چې د افغانستان د اوبو مدیریت ښه گړندی شوی دی او خلک هم د دې موضوع پر ارزښت پوهېدلي دي، اړینه ده یادونه وکړم چې: ښاغلي عبدالغفور لېوال د خپلو منظومو په لړ کې داسې یوه منظومه تخلقق کړې ده چې «کک او زرینه» نومېـږي. دا منظمونه د هېرمند پر اوبو او د هغو پر ارزښت داسې را څرخي چې له تاریخي پلوه په هنري ژبې سره دې داستان ته په داسې وخت کې پاملزنه وشوه چې په افغانستان کې د اوبو مدیرت دومره گړندی شوی نه و، خو لا هغه وخت یې لېوال ارزښت ته پام کړی و او عمداً یې د دې منظومې تخلیق ته خپل ټول وخت ځانگړی کړ.

«کک او زرینه» په پخوانیو وختونو کې د وطن، هیلمند او د هغه د اوبو فکري او عملي مدافعین و، داسې مدافین چې زموږ په فرهنگ کې یې د اسطورو بڼه غوره کړې ده او دا کیسه لیوال د شعر په ژبه په خورا لوړ هنري ارزښت سره د یوې منظومې په چوکاټ کې وړاندې کړې ده.

ما د «کک او زرینه» د راتلو، چاپېدو او له ټولو خلکو سره د دې داستان د شریکېدو په پار، د خپل زړه خبره د څو کرښو او یو نظم په قالب کې لیکلي او خپاره کړي وو، اوس ولیدل شول چې د «کک او زرینې» یو ځایناستی نه، بلکې څو نور ځایناستي پیدا شوي دي چې د هېرمند له سین او اوبو او وطني ارزښتونو د دفاع په سنگر کې درېـدلي دي، دفاع ورنه کوي او هغه راخپلوي.

د همدې اوبو د راخپلولو په پار زه خپله هغه لیکلې مقاله یو ځل بیا خپروم:

د «کک او زرینه»

د هرکلي په پار

زما د گران دوست، زما د خوښې وړ شاعر او قلموال، ښاغلي غفور لیوال د نوې منظومې «کک او زرینه» ښکالو اوریدل کیـږي. د لویې نیکمرغۍ ځای دی چې د لیوال صاحب د «کک او زرینه» په خپریدو سره به له یوې خوا د پښتو شعر خزانه بډایـږي او له بلې خوا د هیواد د تاریخ په دې حساسو شیبو کې چې ښکاره دوښمن موږ ته خپل طبعي حق هم نه راپریـږدي، لیوال داسې یو تاریخي واقعیت، د هنر په مټ او د شعر په ژبه  د درنو هیواد والو مخې ته ږدي.

زه همدا اوس، د همدې کرښو په وسیله د «کک او زرینه» د بشپـړیدو او خپریدو مبارکي لومړی لیوال صاحب ته او بیا د پښتو ادب او افغانستان ټولو خواخوږو او مینه والو ته وړاندې کوم.

ما له دې نه مخکې د ښاغلي لیوال دوې نورې منظومې «هوسۍ» او «لام او ایلینو» لیدلې او په خورا مینه او دقت مې یو ځل نه، څو، څو ځلې لوستې هم دي.

د ۲۰۱۷ کال د جولای په شلمه مې د فیسبوک پر پاڼو ولوستل چې «کک او زرینه» هم د بشپـړیدو پړاو ته ور نږدې ده. دا زیری ښاغلي لیوال په دې تورو سره موږ ته را ورساوه:

«چې د تاریخ په روایت مو نیکونو څنګه د هیرمند اوبه ساتلې او د ګاونډیو په وړاندې یې د دغه سیند ساتنه کوله، تاسو به یې د (کک او زرینه) یا ساکستان په منظومه کې ډېر ژر ولولئ (ان شاالله).

د دې منظومې لس سلنه کار پاتې او نور مې بشپـړ کړی دی.

د ساکي پرتم په څپو کې ورځ په ورځ ډوبیـږم او په حیرانتیا، حسرت او افسوس ګورم، چې زموږ نیکونه تر موږ هوښیار وو، هغوی تر موږ ډېر زموږ د روانو اوبو پر اهمیت او ارزښت پوهېدل. د ساکانو اووه ـ سره دوښمنې خېلخانې ـ د هیرمند د اوبو ساتنې په پار، سره یوځای شوې او په خپلو کې یې مرګ ژوبله پرېښوده.

خو، ولې موږ، اوس، د خِـرد په دې زمانه کې دومره هوښیار او مېړني نه یو؟»

او یوه ورځ وروسته (۲۰۱۷ کال د جولای یوویشتمه) یې بیا داسې ولیکل:

«… او منظومه بشپـړه شوه، تر دې وروسته یې پوښتنه له خپرونکي (ناشر) څخه کوئ،

دا یې هم د پای څو کرښې:

…سمند ځي په منډه، منډه تر هیرمنده

چې د عشق نوی داستان ورته بیان کړي

په خوږو څپو ماړه دوه مینان کړي

هیرمند مست دی، هیرمند غاړې، غاړې غورځي

هیرمند خپلو مېلمنو ته لارې څاري

هیرمند تږی دی، چې راشي دوه مینه

د څپو تندی یې کېږدي پر لمنه

پېړۍ وشوې چې هیرمند څپې، څپې دی

مست، سرکشه ، ډک له شوره، له هیبته

سیند د کک ـ زرینې عشق ته سلامي دی

له هغه وخته تر ننه لا جاري دی.»

او په داسې یوه حساسه شیبه کې دا کار کیدونکی دی چې دوښمن غواړي ټول هیرمند  ونغري، تر ستوني یې تیر کړي او کوربانه په ټکنده سره غرمه کې تږي پریـږدي. سره له دې چې په شاعر امر کول او یا دستور او فرمایش ورکول نا سم کار دی، خو زه له ښاغلي لیوال نه عاجزانه هیله کوم:

هر څومره چې ژر کیدای شي دا منظومه دې چاپ او تر لوستونکو پورې ورسوي.

ما په فیسبوک کې د دې خبر په کامنټ کې غوښتل چې دوې جملې ولیکم، ومې هم لیکلې، خو په تیروتنې سره دا دوې جملې را نه جلا، جلا پوست شوې. هغه دوې جملې دا دي:

 چې بیا یو لیک لیکم نو کله به وي

اوس به یې نه لیکم په زړه مې دې وي

خو لږ شیبه وروسته مې دا لیک هم په نثر ولیکه او هم مې د شعر په ژبه. لومړی یې نثر او وروسته به یې شعر تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم:

فکر کوم تاسو د ښامار پر سبک روان یاست، تاسو مو له فکر او قلم نه د نوې زمانې ښامار جوړ کړئ، داسې ښامار چې خلک او وطن د خپلې خولې د ځانځانۍ په اور ونه سیځي، بلکې د خپلې خولې اور د دښمن پر لور ور سم کړي او د «هوسۍ» آزادي وساتي، د «لام او ایلینو» بلورستان وژغوري او ساکستان وژغوري، افغانستان وژغوري!

وژغــوره

(غفور لیوال ته)

تـــه آزادي د یــــو انـسـان وژغـــوره

لام، ایــلــیــنو بـلــورستان وژغـــوره

مـټـې دې بــډ وهــه تـکـړه شه ور ته

ساکان، هیرمند او ساکستان وژغوره

 پرینږدې چې د ساکستان وینې او اوبه د دښمن ستونی لوند کړي.

دا مې هم شعر:

تـــه یــــو لــیــوال د اسـطــورو، د شــعــر

تــــا د هــــوسۍ ســـا، قــــدمــونــه انـځور

بـــیــا پــــه قــلــم دې تــیـــږه و تــــوږلــه

د سنــگــتــراش څــیــره دې وایــســتــلـــه

لام ایــــلــــیـــنــو دې پــــــه کـــې ودرول

وچـــــو ډبـــــرو کـــې دې وخــــوځــــول

زمــا لــــه لام نـــه ایــلــیــنــو خــوښـه ده

لــه ایـلـیـنـو نـه مې لام نور هم خوښ دی

اوس دې د «کــک، زریـنې» لار څارمه

ستــرگې پـــه لار یــمــه او پــیـار څارمه

چـې بــیــا یــو لـیـک لیکم نـو کله بـه وي

اوس بـه یې لـیکم چې په زړه مې نـه وي

او تـا نــه هـیـله مـې هـمـدومــره ده بـس:

صرفه ونه کړې په هیڅ څه او خـپل وس

خــلـک را پـــورتـه کړه پارسیانو مـخ ته

د دوی او نــــورو دښــمــنــانـــو مــخ ته!

۲۱/۰۷/۲۰۱۷

هیدرسلیف

ډنمارک

«کک او زرینه» مو په کورونو کې

مـیـنه د وطن دې وي په زړونـو کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply