خاموش ملنگ، د مالگینې خندا شتمن یار

پوهندوی آصف بهاند

1,424

خاموش ملنگ، د مالگینې خندا شتمن یار،

په خاموشۍ کې سترگې پټې کړې

 (د تاج محمد یاري مړینه)

بل ځای باران او واورې سپینې اوري

پـر مـوږ مـدام دلـته سرې وینې اوري

دا مـو د چـا ښـېـرا کوم وخت اخیستي

دلـتـه نـفـرت بـل ځای کې میـنه اوري

زمــوږ تـر مـنـځـه شي ویناوې ترخې

خو پـر بل ځای خوږې شېرینې اوري

کـاڼي راځي زموږ پـر سر له هر خوا

پـر نــورو وړانـگې گـلـوریـنـې اوري

یاري وطن خو ډېر زخمي، زخمي شو

مـرمـۍ تـر څــو بــه فـولادیـنې اوري

  (تاج محمد یاري)

په خواشینئ سره مې ولوستل او واورېدل چې زموږ د یارانو یاري، زموږ د شعري بنډارونو یاري، زموږ تاج محمد یاري پرته له مخه ښې په چوپه خوله، په فقیرمشربه ډول بلې نړۍ ته کډه شوی دی.

تاج محمد یاري په شپـېـتمه لسیزه کې زموږ د کلي «دهمرادخان» د شعري بنډارونو د چوپې خولې داسې یار و چې ډېر لږ به غږېده، کله به چې ورته وویل شول چې اوس دې وار دی، یو څه واوروه، پر خاموشو شونډو باندې به یې خندا لاسبرې شوه، جیب ته به یې گوتې کړې، یو سولېدلی کاغذ به یې راویسته او په عجز سره به یې خپل کلام واوراوه. څنگه چې دی ډېر نرم، بېغرضه او معتدل سړی و، دغسې یې عملي کارونه هم نرم او شاعري یې د منځوۍ درجې شاعري گڼلای شو.

د همدې شعري بنډارونو په ترڅ کې د تاج محمد یاري له موږ سره داسې یارانه شوه چې تقریباً په هره جمعه به دی زموږ کوډلې ته راته، ان تر دې چې د جمعې په سهار نهه لس بجې به چې دروازه وټکېده، ورېرونو به غږ وکړ:

یاري کاکا به وي.

چې د کلا وربه پرانستل شو، یاري صاحب به له خندا ډکه خولگۍ له خپل بایسکیل سره ولاړ و. بیا به کېناستو او خپل بنډار به مو پیل کړ.

یاري صاحب به د کابل پوهنتون د ادبیاتو پو هنځي شپې برخې ته د لوړو زدکړو له پاره راته او په دې ډول زموږ د مسلک داېرې ته راننوت او یاري مو نوره هم پسې ټینگه شوه.

دا دی اوس یې د نه شتون ویر خدای موږ ته راپه برخه کړ. اوس خو مو خاموش ملنگ، د مالگینې خندا شتمن او د خپلو زرینو شعري بنډارونو یار، تاج محمد یاري له لاسه ورکړ، خدای دې د شعري صداقت په پار وبښي.

تاج محمد یاري لوړې زدکړې د لیسانس تر کچې پورې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې ترسره کړې وې، خو ځینې نور اسناد داسې گواهي ورکوي چې ده په پېښور کې خپلې زدکړې د ماسترۍ تر کچې پورې غځولې دي.

پرته له شکه چې تاج محمد یاري د فرهنگ په څو ډگرونو کې فعاله و:

ــ شاعـر او لیکوال یاري،

ــ ژونالست یاري،

ــ ښونکی یاري.

ــ شاعر او لیکوال یاري:

 یاري صاحب د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې هم شاعري کړې ده، هم یې لنډې کیسې لیکلې دي او هم یې څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي،

ــ ژونالست یاري:

په دولتي مؤسساتو کې د یاري صاحب د کار پیل او پای په ژورنالطزم بانې شوی دی، یا د خپرونو مرستیال مسؤل پاتې شوی دی او یا د خپرونو مسؤل مدیریت ورله غاړې و.

ــ ښونکی یاري:

په هغې موده کې چې یاري صاحب په عربستان کې ژوند کړی دی د مورنۍ ژبې د ښونکي په توگه یې دنده ترسره کړې ده او د هغه تر څنگه یې افغان زدکونکو ته د پښتو ژبې د تدریس تر څنگ د نورو مضامینو تدریس هم کړی دی.

مستقل اثار:

۱ ــ ستوري او سیوري (شعري ټولگه)،

۲ ــ د افغانستان د لیکوالو د انجمن له تأسیس څخه تر ۱۳۶۷ل کاله پورې د چاپ شویو اثارو معرفي او څېړنه (د لیسانس دورې مونوگراف)،

۳ ــ “یاري په پښتو ادب کې” ( د لنډیو ټولگه) راټولونه، یاري صاحب په دې ټولگه کې داسې لنډۍ راټولې کړې دي چې د «یاري» کلمه په کې کارول شوې ده،

۴ ــ ناچاپ اثار: له یاري صاحب نه گنشمېر لیکنې او یادداښتونه پاتې دي. له یاري صاحب سره د ښاغلي اربازخان ساپی په انتریو کې راغلي دي چې د یاري صاحب ډېر لاسلیکلي شیان، له ده نه په سعودي عربستان کې پاتې دي.

د یاري صاحب ناچاپ اثار، ناچاپ شعرونه او ناچاپ یادداښتونه جلا څېړنې ته اړتیا لري.

تاج محمد یاري د یو ژورنالست په توگه:

د تاج محمد یاري د ادبي تخلیقاتو، داستان لیکنو او ځېړنیزو کارونو تر څنگ، د ده د فرهنگي کارونو غوښنه برخه د ژونالیزم په ډگر کې ده چې په لنډ ډول یې دلته یادونه کوم:

ــ له “۱۳۵۷-۱۳۶۶ل” کاله پورې د افغانستان بانک د نشراتو په عمومي مدیریت کې د اقتصاد مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستیال په توګه،

ــ له “۱۳۶۶-۱۳۶۸ل” کاله پورې یې د افغانستان د لیکوالو په انجمن کې د نشراتو د مسؤل په توګه دنده ترسره کړې،

ــ  له  ۱۳۶۸-۱۳۷۳ل پورې یې په ملي راډیو تلویزیون کې د لیکوال، پروډیوسر او د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو په ریاست کې د راډیو د عمومي مدیر په توګه خپله دنده ترسره کړې ده،

ــ له ۱۳۸۸ل کال څخه نیولې بیا د ژوند ترپایه په رادیو تلویزیون کې لومړی د «آواز» مجلې د مرستیال په توګه او بیا د دې مجلې مسؤل مدير پاتې شوی دی.

کله چې پر وطن باندې پتنگان؟ غالب شول، بیا نه له تاج محمد یاري نه خبر شوم او نه هم له نورو شاعرانو یارانو نه؛ هر چا چې په هره خوا منډه کولای شوه د پتنگانو له بل کړای شوي اورنه په تښتېدو شول. زه هم د لار ورکو لارویانو پر پلونو روان شوم او یوه امن ځای ته د رسېدو په هیله، لکه وچه پاڼه چې په ازغیو کې ونښلي، د چک هېواد په یوه پڼدغولي کې د مسؤلو کسانو پوښتنو ته کېنول شوم چې د گران دوست تاج محمد یاري نوم مې د ده د کورنۍ له یو غړي نه چې زما د خبرو ژباړه یې کوله، واورېد. د کیسې یوه برخه یې داسې ده:

«… موټر ودرید او زموږ د نه غږیدا او نه تمامیدونکو چرتونو لړۍ یې وشلوله، ښکته شوو، یو لوی انګړ ته يې ننه ایستو. بیا مو په پنجرو او ازغنوسیمانو کې ځان ایسار ولید. د بیلابیلو هیوادونو سرګردانه مسافر ښکته پورته کیدل، د نورو مهاجرینو په منځ کې افغانان له ورایه پیژندل کیدل، چا د لاس په جګولو، چا د سر په اشاره او چا په ژبه احترام او هر کلی وکړ.

دلته هم هماغه پخوانی ترننی پیل شو:

د کوم ځای یې؟

څنګه راغلې؟

ولې راغلې؟

چاسره راغلې او…

یوه میرمن په یوه کوټه کې ناسته وه، پوه نه شوم چې پولیسه وه که د مهاجرینو د کمپ کومه ملکي ماموره، یو، یو يې ورغوښتلو او پوښتنې یې کولې. ژباړن یو افغان زلمی و، خو روزګار په ځوانۍ کې د زړبودۍ ډالۍ ورکړې وه. په سر کې یې له تورو ویښتانو سپین ډیر وو. زما سر او ږیره په زندان کې دومره ببر شوي وو چې سم ځناور رانه جوړ و او نه پـېـژندل کیدم. ښځې لږ ځان را نه لرې وڅښاوه، حتماً به زما ځان بوی کاوه، په دې چې په شپو، شپو مې ځان نه وپریولی.

ښځې د بشپـړ شهرت، کار و بار، زده کړو او… پوښتنې پیل کړې. زه چې نور له دغو پوښتنو نه پوره ستړی شوی وم، په ستړیا او خواشینۍ مې د خپل شهرت ځینې ټکي بیانول، ما لا دا لړۍ نه وه بشپـړه کړې چې ژباړن مې نیغ مخې ته ودرید، مسکی شو، لاس یې راکړ او وې ویل:

استاده ستړی مه شې، زه پلانکی یم، د تاج محمد یاري وراره…

ما چې د ده موسکا او صمیمیت ولیدل، په ځیر مې ورته وکتل او د ګران دوست تاج محمد یاري هغه وړوکی وراره مې بیا ولید چې د لومړي ځل له پاره مې د یاري صاحب په کور کې، د کابل په ټایمني کې لیدلی و، نو ناڅا په مې ترخولې ووتل:

وای هلکه ته ولې دومره سپين ږیری شوی یې، زندانونه موږ تیروو او د تشویش له لاسه ستا سرسپین شوی دی، ښه خیر

«…زما که عمر په ضروروي تیر به شینه»

 ته جوړ یې؟

یاري صاحب چیرې دی؟

ده سمدلاسه وویل:

هغه په عربستان کې ژوند کوي.

ما ورته و ویل:

اصل ځای ته یې ځای رسولای دی او…»

بیا کله چې په دوه زره اوه لسم کال کې کابل ته په سفر تللی وم، د گران دوست زرین انځور لیدلو ته ملي رادیو تلویزیون ته ورغلی وم، چې له ډېرې اوږدې مودې وروسته مې سترگې د یاري صاحب په لیدلو خوږې شوې. دا زما او د ده وروستی دیدن و او خدای بیا د ده لېدل پر ما باندې ونه لورول.

اوس د یاري لنډه پېژندنه:

زما د معلوماتو له مخې د تاج محمد یاري بیوگرافي د لومړي ځل له پاره ښاغلي گل افضل ټکور په «دا لیکوال او دا څېرې» کې را اخیستې او خپره کړې یې ده، زه یې دلته کټ مټ رااخلم:

«تاج محمد یاري د مرحوم حاجي باز محمد زوی دی چې په ۱۳۳۴ هـ ش کال د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ په کلالګو کلي کې زېـږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې یې د خپلې ولسوالۍ د کټیخیلو په لومړني ښونځی کې وکړې. په ۱۳۴۸ کال کې د کابل د ابن سینا په لیسه کې شامل شو، په ۱۳۵۳ کال کې د دغې لیسې د دولسم ټولگي نه فارغ شو.  د «ځینو» مشکلاتو له مخې لوړې زدکړې ورنه پاتې شوې. د ۱۳۵۷ کال نه را په دېخوا بیا د ۱۳۶۶ کال د ثور تر میاشتې پورې یې د افغانستان بانک په نشراتو کې کار کاوه، خو اوس د افغانستان د لیکوالو د انجمن د نشراتو د مسؤل په حیث کار کوي.

یاري د ۱۳۵۷ کال راهیسې شعر وايي زیات شعرونه یې د غزل په فورم کې دي، د غزل ژبه یې خوږه او له رنگینۍ نه ډکه ده، ډېر شعرونه یې په مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شوي دي.

د خپلې وظیفې په څنگ کې د کابل پوهنتون د شپې پوهنځي محصل هم دی. د خپل ادبي دوران په فعالیت کې تر اوسه د شعر کومه چاپي مجموعه نه لري. اوس یې د شعرونو یوه مجموعه د ستوري او سیوري په نامه د چاپ له پاره تیاره کړې ده چې په راتلونکې کې به چاپ او خپره شي.»

(افضل ټکور، دا لیکوال او دا څېرې، اول ټوک، د چاپ او خپرونې دولتي کمیټه، ۱۳۶۶ ام کال، ۴۶۵ ــ ۴۶۶ مخونه)

په دې ورستیو کې یې د دري ژبو شاعران ځینې مشهور شعرونو یا شاه بیتونو ژباړې ته مخه کړې وه. دا یې څو بېلگې دي:

برگ سبز درختان در نظر هوشیار

هـر ورقـش است، معرفـت گردگار

سعدی

دا شـنه پاڼـه د دې ونـو، په نظـر د هوښیارانو

معرفت د لوی څښتن دی، فکر وکړئ عاقلانو

یاري

*****

بـنـی آدم اعــضــای یــکــدیــگرند

کـه در آفـریـنـش زیـک گـوهـرنـد

چو عضوي به درد آورد روزگار

دگـر عـضـو هـا را نـمـانــد قـرار

تـو کـز مـحـنـت دیــگـران بـیغمی

نـشـایـد کــه نــامــت نــهــنـد آدمي

سعدی

د ادم اولاد د یـو صـورت پـه شـان دی

پــه مـعنی کې د خلقت لکه یو ځان دی

کـه یـو غـړی پـه کـوم درد شي گرفتار

دا نــور غــړي ورسـره ټــول نــاقـرار

تــه د نـــورو لـــه محـنـتـه کـه بېغم یې

داسې نه ښکاري چې زوی ته د ادم یې

یاري

*****

د فرهنگي یارانو د خواشینۍ او تسلیت څو پیامونه:

د یاري صاحب استاد ښاغلی بریالی باجوړی:

«د خواشينۍ خبر:

 د ملي راډيو او تلويزيون د اوازمجلې مدير تاج محمد ياري سترګې هم پټې شوې. نوموړی د پښتو ژبې نوميالی شاعر و. د هيواد په مطبوعاتو کې له څلويښتو کلونو راهيسې د مرګ ترشيبې مصروف و. خداي دې جنتونه ورکړي.»

*****

د یاري صاحب ټولکیوال ښاغلی خزان خزان:

«تاج محمد یاري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د یو څه وخت لپاره زما ټولګیوال وه، د ښو اخلاقو څښتن او د ځانګړې کورنۍ تربیې نه برخمن انسان وه، د مړینې د خبر په اورېدلو یې د غم او خپګان خولې را باندې راماتې شوې او د زړه له تله پرې ودردېدلم. یاري ته دې رب العزت د فردوس جنت ورپه برخه کړي، د کورنۍ غړو، دوستانو او ملګرو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کووم .

انا لله وانا الیه راجعون.»

*****

ښاغلی زرین انځور:

«یاري»

یو بې جوړې یار،

ګران تاج محمد یاري، زموږ د ځوانۍ د شاعرانه، مستانه ادبي بنډارونو یار، له ژوند سره د يارۍ تار پرې کړ.

ياري به بې له شکه د منځنۍ کچې شاعرو، خو د لوړې کچې شريف انسان و. په ملګرتوب کې، په يارۍ کې بې جوړې يار و، خو ټول ياران يو ډول نه وي:

چې ياري يې د يارۍ په تمه ګرځي

هـغـه نه کـوي يــاري سـره يــاري

د هغه د مرګ غږ ډېر دروند و، لکه د غم يو لوی بار، لکه يو ستر ماتم. هغه په دې عمر کې لا د مرګ نه و.

یاري زما د ځوانۍ د لیکوالۍ د زیاترو کتابونو اهتمام په ډېره مينه او اخلاص کړی و. د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې زما د مشرۍ په کلونو کې به یې له ما نه د مینې له تبسمه ډکه ګیله کله کله پر شونډو راغله: «له دومره یارۍ سره سره دې د « آواز » له مدیریته ور آخوا لوړه چوکۍ رانه کړه؟! » رښتیا هم ما خدای زده په کوم دلیل دا سختي کړې وه! خو هغه تل ماته د یو مهربانه دوست په توګه ګران و. موږ ملګرو به کله کله په خپلو کې ویل: «یاري «له حده زيات» شریف انسان دی.کله کله دغه ډول شرافت د «مظلوميت» تر پولې ورسېږي. یاري تر هماغې پولې رسیدلی و. ښایي همدا به د لوړ انسانیت پوله وي چې هر څوک نه شي وررسېدلای!

نن همداسې یو مظلوم انسان له موږ جلا شو.

پر ګور یې د نور د بارانونو شېبې شه!

زرین انځور

کابل، ۱۴۰۰ش. د ثور ۳۰

*****

د یاري صاحب یار او دوست ښاغلی گل افضل ټکور:

«د يارانو کډې ګور ته وار په وارځې،

دوه دری ساعته مخکې انځور صاحب راته له کابل نه زنګ وواهه او زما دډيرواوږدو کلونودملګری ،ورور،شاعر،مينه ناک ،ملنګ ،بې وزله اويومعصوم انسان ارواښادتاج محمدياری دمړينې له بد خبر نه يې خبر کړلم باور وکړی چی له هماغې شيبې نه مې ستونې سلګو نيولې او نه پوهيږم چي څه وليکم څه وکړم داسې تورې داسې جملې اوداسې څه نه شم پيداکولې چی لږ تر لږه يا زما سلګې ارامی کړی اويادهغه ددوستې حق اداکړې.

۱۳۶۳لمريزکال منې وه زه د کابل پوليتخنيک انستيتوت په ليليه کې اوسيدم چې يوه ورځ دوه کسه زما ليدو ته راغلل يو حبيب نوميده او افسر وه او بل ارواښاد يارې صاحب، هغه وخت دوی دواړو د شپې پوهنځی لوسته له هغه وخت نه زما او د ياری صاحب يارانه شروع شوه هغه په ملګرتوب او انډيوالې کې بی جوړی انسان وه يوه ورځ يې راته د ګيلې په شکل وويل:

چی ياري يې د يارې په طمع ګرځې

هـغـه نــه کــوې يــارې سـره يــاري

نو ما ورته وويل:

دا زما او ستا ياران خو ټول خبر دي

چی ټـکـور کــړې يــارې سره يـاری

له ما سره د ارواښاد ياری صاحب ډيری خاطری شته زه او هغه به زياتره د جمعې په شپه په کابل کی د معين الدين اجمير چشتې خانقاه ته هم تللو دغه او نوری ډيری خوږی خاطری به که خدای کول وخت ناوخته ليکم او د هغه روح ته به د عقيدت ګلونه ډالۍ کوم.

اروايې ښاده او ياد يې تلپاتې اوسه!»

*****

ښاغلی سلطان جان کلیوال:

«په يقين سره چى يارى صاحب يار و او خوږ يار و. د انسانى اخلاقو غوره نمونه او د افغانى خويونو بى جوړې لرونکى ٶ. په مړينه يي ډير خواشنى شوم. لوى الله ج دى ورته قبر نورانى و ګرزوى. عفوه دى نصيب شى. ټولى درنې کورنۍ. دوستانو او تاسو ته او مونږ ټولو ته دروند ټکور صاحب صبر او حوصله غواړم. انا للهٍ و انا اليهٍ رٙاجٍعٌون.»

*****

ښاغلی محمد نبي صلاحي:

د تسليت پيغام:

د افغانستان قلم ټولنه دالحاج تاج محمد ياري ناڅاپي مړينه د افغانستان د ادبياتو لپاره ستره ضايعه ګڼي. نوموړی تکړه شاعر، غوره ليکوال، د ملي راديو تلويزيون د آواز مجلې مسوول مدير، د پاڼې مجلې د کتنپلاوي مهم غړی، د افغانستان د ليکوالو د پخوانۍ ټولنې او د افغانستان قلم ټولنې غړی، شعر په شعر د ترجمې برخې برجسته شاعر او د افغاني مطبوعاتو هڅانده او مخلصه څېره وه. د افغانستان قلم ټولنه د ارواښاد ياري کورنۍ اواهل قلم کسانو ته د ژور تسليت مراتب وړاندې کوي.

ارواښاد ياري نږدې څلوېښت کلونه په افغاني مطبوعاتو کې د شاعر، ليکوال او ژورناليست په توګه صادقانه خدمت کړی دی.

ياد يې تل تر تله تازه او اروا دې ښاده وي.»

خوشال بابا ډېر پخوا ویلي وو:
د دې باغ گلـونه لـږ نه دي خوشاله

تـازه تر تر تازه ترو نور غوړېږي

د یاري صاحب د مړینې د ویر څپو زورولم او له دې درد او زورېدو سره مې د ده د حق ادا کولو په نیت د خپلې کار لاندې مقالې له پاره د نورو نظریاتو د راټولو په غرض هره شېبه میډیا تعقیبوله، نظریات او د خواشینۍ پیامونه مې ترسترگو تېرېدل، خو زه یې نه قانع کولم، چې نا څاپه مې د تاج محمد یاري په هکله په فیسبوک کې د یو ځوان قلموال (اربازخان ساپي) پر داسې لیکنې سترگې ولگېدې چې په ریښتیا سره یې د یاري صاحب د فرهنگي شخصیت حق تر یو بریده ور ادا کړی دی.

د ښاغلي اربازخان په قلم دا لیکل شوي او راټول شوي معلومات د یاري صاحب په پېژندنه او فرهنگي کارونو په روښانولو کې ښه مرسته کولای شي.

ښاغلي اربازخان ساپي د یاري صاحب د مړینې د خبر څخه یوه ورځ وروسته خپله دا غنیمت لیکنه خپره کړه. زه د یاري صاحب د یو فرهنگي دوست په توگه دلته له ښاغلي اربازخان ساپی نه مننه کوم او

د ده د لیکنې ځينې برخې دلته را نقلوم:

«د پښتو ژبې یو بل ګل هم ورژېد!

“۱۳۹۷ل” کال و چې موږ په کابل پوهنتون کې پښتو ادبیات لوستل. غالباً اووم سمستر به و او استاد اسماعيل یون راته د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ تدريساوه. یوه ورځ استاد یون محصلینو ته کورنۍ دندې ورکړې او ویې ویل چې تاسو باید د معاصرو ليکوالانو او شاعرانو پر پېژندنه خپل سمینارونه ولیکئ. ماته یې وویل چې ته به د “تاج محمد یاري” پر پېژندې خپل سمینار ولیکې. هغه وخت تاج محمد یاري په ملي رادیو تلويزیون کې د “اواز” مجلې مسوول مدیر و.

پر سبا یې زه او زما یو ټولګیوال، چې نورالرحمن “اميري” نومېږي، ملي رادیو تلویزیون ته ولاړو او هلته مو د “اواز” مجلې مسوول مدیر پوښتنه وکړه. یوه وویل: ” مدیر صیب به یو څو شېبو کې راشي، رییس سره جلسه لري.” هغه وخت زرین انځور د ملي رادیو تلويزیون رییس و.

موږ ولاړو او پر څوکۍ کېناستو، شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه او پر قد میانه، لږ شانتې سور، پر سر یې سپینه خولۍ، سپینې جامې او تور واسکټ پر تن او له مُسکا ډکه څېره راښکاره شوه. را نږدې شو او ښه کلکه ستړي مشي یې راسره وکړه، ته به وایې له کلونو مو پېژنې او ښه نږدې ملګري یې یو. د چایو ترموز او درې ګیلاسه یې را واخيستل او راغی زموږ ترڅنګ کېناست. ګیلاسونه یې را ډک کړل او په خواږه انداز یې وویل: ” خیر که چای سوړ دی، خو چې موږ ساړه نه شو”

یاري صیب ډېر خوږ انسان و؛ په مجلس کې هيڅوک ورسره نه تنګېدل. څېره کې یې تل مُسکا وه. خوندور شعرونه به یې ویل او مهمه دا چې د مشهورو فارسي ژبو شاعرانو، لکه: بېدل، حافظ، سعدي او نورو شعرونه یې پښتو ته ژباړل. خبر شوم چې دې لوی شخصیت نن خپل روح حق ته وسپاره او موږ یې یوازې پرېښودو.

“روح یې ښاد” ارباز خان ساپی

نن زه تاسو سره د تاج محمد یاري پېژندنه شریکوم، چې د ده مرحوم له خولې مې د ده پېژندنه اورېدلې او لیکلې ده.

د تاج محمد یاري پېژندنه:

رژېدلی ګل؛ تاج‌ محمد یاري

الحاج تاج محمد یاري د الحاج یار محمد زوی په “۱۳۳۴ل” کال کې د پکتیا د زرملې ولسوالۍ د ګلالګو په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې:

نوموړی په “۱۳۴۲ل” کال کې د خپلې ولسوالۍ د کتېخېلو په لومړني ښوونځي کې شامل شو او په “۱۳۴۷ل” کې ترې فارغ شو. له هغه څخه وروسته د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې یې تر درېیم ټولګي زده کړې وکړې، خو له پښتو ژبې سره یې د مینې له کبله یاد پوهنځی پرېښود او په “۱۳۶۳ل” کال کې یې د ادبیاتو د شپې په پوهنځي زده کړې پیل کړې او په “۱۳۶۷ل” کې ترې فارغ شو.

ياري په پښتو، فارسي، عربي او څه ناڅه انګلیسي ژبو پوهېده.

سفرونه:

په “۱۳۷۳” کال کې د داخلي جګړو له کبله پېښور ته کډوال شوی او له هغه ځایه بیا سعودي ته تللی دی. تاج محمد یاري وايي: “ما په پېښور کې ماسټري کړې، خو له هغه ځایه مې د خپلې ماسټرۍ سند نه دی اخيستی، ځکه چې سعودي ته ولاړم.”

نوموړی تر “۱۳۸۸ل” کاله پورې په سعودي کې و او په دې کال کې بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

دندې:

ــ لومړنۍ دنده یې له “۱۳۵۷-۱۳۶۶ل” کاله پورې د افغانستان بانک د نشراتو په عمومي مدیریت کې د اقتصاد مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستیال په توګه ترسره کړې ده.

ــ له “۱۳۶۶-۱۳۶۸ل” کاله پورې یې د افغانستان د لیکوالو په انجمن کې د نشراتو د مسوول په توګه دنده ترسره کړې.

ــ له ” ۱۳۶۸-۱۳۷۳ل” پورې یې په ملي راډیو تلویزیون کې د لیکوال، پروډیوسر او د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو په ریاست کې د راډیو د عمومي مدیر په توګه خپله دنده مخ ته وړې ده.

ــ له “۱۳۷۳ل” کال څخه تر “۱۳۸۸ل” کاله پورې یې په سعودي کې په یوه افغاني ښوونځي کې ساینسي مضامین او پښتو تدريسول. دې ښوونځي تقریباً پینځه زره افغان زده کوونکي درلودل.

ــ کله چې په “۱۳۸۸ل” کال کې بېرته هېواد ته راستون شو، نو یوځل بیا یې د ملي راډیو تلویزیون په عمومي ریاست کې د “اواز” مجلې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه او له “۱۳۹۵ل” کال څخه وروسته د ژوند تر پایه پورې ددې مجلې عمومي او مسوول مدير پاتې شوی دی. همداراز یې د هنر او ادبیاتو په ریاست کې د تلويزیون د ادبي خپرونو د لوی مدیر په توګه هم خدمت کړی دی.

ادبي هڅې:

تاج محمد یاري خپل لومړنی شعر د داوود خان د جمهوریت په وخت کې د “۱۳۵۲ل” کال د عقرب د میاشتې په ۱۶مه نېټه ویلی، چې د هماغه وخت “جمهوریت” اخبار کې هم چاپ شوی دی. له “۱۳۵۷ل” کال څخه را په دې خوا یې شعرونه په مسلسل ډول په هېواد، انيس، ژوندون، سباوون، بي‌بي‌سي، امریکا غږ او د کوزې پښتونخوا په ځینو مجلو کې چاپ شوي دي.

لومړنۍ شعري ټولګه یې د “ستوري او سیوري” په نامه په “۱۳۶۶ل” کال کې چاپ شوې، چې د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورته جایزه هم ورکړل شوې ده او دا ټولګه یې د اقتصادي ستونزو له کبله بیاځلې نه ده چاپ کړې.

په سعودي عربستان کې یې د افغانانو له خوا په جوړو شویو غونډو کې هم شعرونه ویلي دي او هغه شعرونه یې چې په سعودي ویلي د هغو ټولګه لا تر اوسه نه ده چاپ شوې او ځيني شعري ټولګې یې په سعودي کې ترې پاتې شوي دي. یاري صیب په دې اړه راته داسې ویلي: “یو غټ بکس مې په عربستان کې پاتې، چې پکې مې ځینې ناچاپ اثار دي. تر اوسه نه یم توانېدلی، چې هغه بکس له ځانه سره راوړم یا یې راوغواړم”

د لېسانس د دورې مونوګراف یې د افغانستان د لیکوالو د انجمن له تاسیس څخه تر “۱۳۶۷ل” کاله پورې د چاپ شویو اثارو معرفي او څېړنه ده…

تاج محمد یاري د پښتو لنډیو په ټولونه کې یې هم ډېر کار کړی او د لنډیو یوه مجموعه یې “یاري په پښتو ادب کې” په نامه ده. په دې ټولګې کې داسې لنډۍ راټول شوي، چې په پکې د “یاري” کلمې راغلي؛ لکه:

یاري د زور خبره نه ده

که دې زړه نه وي نور دې نه مجبورومه

دا خو دا ستا د یارۍ ډز دی

چې په زېړي مازیګر کډې بارومه

یاري دې نه کوم ډارېږم

له لرې لرې تماشې به دې کومه

یاري زیاته شاعري د غزل او رباعیاتو په فورم کې کړې ده، خو ازاد نظمونه یې هم ویلي دي. شعر یې ساده، سلیس، روان او عام‌فهمه دی. زیاتره عام کلمات په خپل شعر کې کاروي، چې هر چاته د پوهېدو وړ دی.

په داستان لیکلو کې هم برلاسی دی او ډېر داستانونه یې لیکلي دي، چې د “زور واکي” په نامه یو داستان یې د “غوربند” په مجله کې هم چاپ شوی دی. ځینې مقالې یې، لکه: تصور په شعر کې، پیغام په شعر کې او داسې نور… یې هم لیکلي او په ځینو مجلو کې چاپ دي.

یاري په دې وروستیو کې له خپل نوم سره “حسیر” تخلص هم یوځای کړی و او دلیل یې دا ویل، چې د دوی په کورنۍ کې د ده یو بل همنامه هم شته چې “یاري” تخلص کوي، نو ځکه یې “حسیر” تخلص له خپل نوم سره یوځای کړی، څو د دوی دواړو تفکیک وشي.

یاري د “۱۴۰۰ل” کال د غويي په دېرشمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

روح یې ښاد!»

دا هم د تاج محمد یاري د کلام څو بېلگې:

وايــي راپــیــدا د انــځــر گــل کـړه ته

یا د مـرغـۍ پـۍ راوړه جـامــونــو کې

ځان راته ماشوم کړي په سلگو شي بیا

غـواړي څه چې نه شته هـېـوادونو کې

*****

بیا هغه ماښام دی

گـوره بـیـا هـغه ماښام دی، زړه مې ډک د وینو جام دی

بـې لـه تـا چې سبا کـېـږي، زه یـم شـپـه د غـمـو بام دی

کړم له ستورو سره خوالې، لـه سپوږمۍ سره کیسې هـم

چې له خـلـکـو لرې گرزي، هغه بـند د عشق په دام دی

بـلـبـلان کـړي فــریـادونـه، بـوراگـان ټـــول سینه چاکي

چـې د عشـق پــه لــمـبـو سـوي، پـتـنـگانـو تـه سلام دی

پــه چـا ښـې لـگـي سـنـدرې، پــه چـا غــږ د بــلــبــلانو

خو زما چې ډېر خوښېـږي بس د مـیـنـې خوږ کلام دی

چې د مـیـنې پـه اور سـوی چـېـرتـه نـه وي یاري وايي

هغه زړه پوخ شوی نه دی، هسې گرزي گوره خام دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.