د قرنطین موده او زمونږ خاطرې

سید عبیدالله نادر

0 694

د کرونا وبا د پیل څخه دومره ډیر مونږ ته وویل شول، چې د دې مرض څخه د ځان ساتنې د پاره دغه توکی وخورئ او دا مه خورئ ،او هر ځای ته چې ځئ ، په تیره که بهر وځئ نو ماسک واچوئ ،د ډیرو توصیه دا وه چې د مالګي او ګرمو اوبو سره خپل ستونی غر غره کړئ ، شلغم زیاد وخورئ ،لیمو ، مالټه ، او د مالټه بابو له کورنۍ څخه چکوتره او داسي نور په کافی اندازی سره وخورئ، چې د مرض دفع کوي ، چای او کافی خو ډیره توصیه کیده ، او زما خو بی له هغی هم عادت وو ، او دا هم وئیل شوي وو ، چې څوک چې پړنجی یا ټوخي و لری نو د کرونا د مرض احتمال به کې شته ، نو کله به می چې کور کې پړنجی وکړو ، نو د کور ټول غړي به و ایریدل او متوحشه به شول،  ټولو ته به دا اندیښنه پیدا شوه ، چې خدای مه که کرونا ونه اوسم ،نو ژر ژر به یې آش او د ترکاری ګرمه شوروا راته جوړوله، نو کله به چې زما هم لږ ښوروا او آش ته زړه وشو ، نو لږ به وټوخیدلم ،نو کور کې به ډیر ژر د ترکاری ښوروا او ګرم آش راته برابر شول ، بهر به چې بل چا هم پرنجی یا ټوخی وکړ نو مونږ به ایریدو چې نه چې، دی کرونا وهلی وي ،شلغم لیمو او چکوترې خو مو،دومره وخوړی چې د حد نه زیات د بلی خوا یو خو په کور کې کښیناستو کې هم لږ سټړي کړو ، نو د سودا او عمومی خرید په بهانه به  ډیرو مارکیټوتنو ته لاړو، او دومره به په  کې وګرځیدو ، چې زیاتی به سټړي شو، او خپله سودا به مو واخیستله ،او زړه به مو خوشحاله کړچې سودا اخیستو د پاره راغلي یو،او په دې بهانه به په ډیرو مارکیټونو کې ګرځیدو ،په دې پلمه چې سودا پسي راغلي یو ، لنډ دا چې  یوه  ورځي د زړه تنګۍ نه د کور نژدی، یو خوراکۍ مغازی ته وننوتم ،لمړی خو تر، ډیره  نه عادت کیدم، چې خپل ماسک وتړم ، چې یعنی خپل ماسک واغوندم ماسک می له یاده‎ هر ځلی  یاده وته.

نو مغازی ته تر ننوتلو د مخه راته اشاره وشوه ، چې ماسک واغوندم ، یعنی د مسوولینو له خوا اشاره وشوه ، چې ماسک وتړم ،که رښتیا راباندی وایئ ، د ماسک د اغوستو سره خو بیخي تر ننه هیڅ عادت نشوم ، هرکله چې  د کور څخه وځم ،د کور د غړو نه یو تن یې را په یادوي ،  چې ماسک وتړم ،نو مارکیټ ته ننوتم ګوندی پام می غلط شي ،د ننوتو سره سم می چې آئینه کې وکتل نو مخ می لکه شلغم راته ښکاره شو ، او یوه جګه خولي می لکه د مرزا غالب د خولي په شان خولي په  سر وه ، چې دا خولي هم لکه چکوتره راته ښکاره شوه ،از بس چې دا دوه شیان مو زیات خوړل ،یو څو قدمه چې مارکیټ کې د ننه شوم ،نو ناڅاپه وپړنجیدم ، ډیری مشتریان متوحشه شول ،او ټول می له خوا لیری شول ، نه چې دا سړی کرونا نه وي ، لنډه داچې په کور کې به چې کله و ټوخیدلم ، سم لاسی به راته توصیه وشوه چې یو پارسیتامول وخورم ، که به می پړنجی وکړ یا ټوخی نو یو پارسیتامول به می وخوړ ، کله به می چې د خپل کور د سالونه په آئینه کې ځان ته وکتل نودا سر به می هم راته لکه د پاراسیتامولو بوتل  ښکاره شو ، د لاس مینځلو توصیه خو هم دومر کیدله چې د ډیرو مینځلو راته په چپ لاس کې د روماتیز م درد پیدا شو ، ډیری خلک چې د کرونا د مرض څخه صحت یاب شوي وو ، نو هغوي به وئیل : چې سړی وروسته د کرونا مرض څخه د روغیدوڅځه، په لاره کې ډیر ستړی کیږي ، او خولي کیږي ، زه خو د عمر له لحاظ هم چې تر اویاوو رسید لی یم ، نو ستړی کیدم ، نو کور ته به چې راننوتم ، نو ټولو به راته ووئیل : چې کرونا شوي یې ، زه به هم د بیرون د سټریا څخه په کوچ کې اوږود وغزیدلم ، او د شهادت کلمه به می په ځان ووئیلي

،د الکولیکو موادو څخه چې سینتایزر ورته وئیل کیږي ، د دي خو په هره کوټ او پطلون په جیبونو کې به می له ډیره ډاره  یوه دانه د احتیاط د پاره ایښي وو ،چې هر شي ته به می لاس وروړ، نو سمدستی به می په سیناتایزرو لاس مینځه ،دوستانو کره خو د تګ او راتګ خو هسی هم بندیز وو ، چیرته تګ نه کیده او نه کیږي ، ځکه که ته وغواړې چې د چا کره ورشی ، نو کیدای شی ، که ته کرکه نه کوي نو مقابل لوري کرکه وکړي ،او هر څوک اوس د ځان د ویری هم میلمه نه قبلوي ،دوستانو چې به مو ټیلیفون وکړو ، له یوه اړخه خو به هغوي هم ډیره د قرنطین له وجهي ډیر خفه ول ، نو د هر چا به زړه کیده چې سره وویني او کښیني ،نو مونږ هم یو دوست ته ټیلیفون وکړو ، چې هغوي هم د نه تګ راتګ له وجهي ډیر زړه تنګي ول ، پس له ډیرو خبرو موافقی ته سره ورسیدو چې هغوي راشي او ووینو ، نو د خبرو په وخت کې د ټیلیفون پر مهال، زه وپرنجیدم ، او کلک و ټو خیدم ،نو سم دستی د مقابل لوري څخه راته ووئیل شول چې ته ودریږه چې شنبه په ورځ یو ډیر مهم کار مونږ درلود ، پس لږ درنګه یې وویل چې ګرانه شنبه که خیر وي مونږ ځو سکر منتو ته ، او د هغی نه پس یو ځل لاس انجلس او ساندیاګو ته ځو ، بیا به بل وخت که خیر وو سره وعده کیږدو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply