!دلته لا اوس هم ملالې ژوندۍ دي

لیکنه: باقي کټوازی

0 745

  د سرتیری ورځ لمانځغونډه کې د یوه شهید شوي سرتېري مور ویډیو مې وکتله، چې زوی یې درې میاشتي مخکې په زابل ولایت کې شهید شوی و او جسد یې لا تراوس نه دی موندل شوی. د شهید شوي سرتېري مور ډېر په لوړ مورال او افتخار خبرې کولې لکه زوی یې چې ژوندی وي، اتلې مورکۍ ویل زه مې د خپل شهید شوي زوی چې تراوسه مې لا جسد نه دی لیدلی، په شهادت ویاړ کوم او بل زوی مې دی، هغه به هم وسله وال پوځ لیکو ته لیږم، چې له هېواد څخه دفاع وکړي، که اړتیا پیدا شي زه هم اماده یم چې د هېواد او خلکو یې ساتنه وکړم.

افرین په داسې مورکۍ چې د خپل زړه ټوټه یې په هېواد شهید شوی و او شهید جسد یې هم نه و لیدلی بیا یې هم په لوړ مورال خبرې وکړې، په داسې حال کې چې تالاردننه د وسله وال پوځ سراعلی قومندان او کابینې لوړ پوړو چارواکو کډون درلود، ټول یې حق حیران او په سترګو کې یې اوښکې روانې وې، خو بیا هم د شهید شوي سرتېري مورکۍ په رنګ کې تغیر رانغی او په شونډو یې مسکا خپره وه.

نوټ: ای خاینو چارواکو او وکیلانو او سیاسیونو، هېوادنۍ مینه له دې مورکۍ څخه زده کړئ، که چیرته ستاسو زوی وای او شهید شوی وای او جسد یې هم ورک وای، اوس به مو نیمه هېواد لارې او سړکونه او نور تاسیسات سوځولي وو اود حکومت ضد تبلیغ به مو کاوه. تاسو د هغې مورکۍ ویډیو وګورئ، که مو وجدانونه ژوندي وو نو ځان وژنه به وکړئ

مورکۍ تاته عسکري سلام او صبر غواړم او اتل سرتیري دې الله ج شهادت قبول کړي. ته ملاله یې څوک چې هېوادنۍ مینه په زړه کې و نه لري او تر شخصي کټو د هېواد ګټې مهمې و نه ګڼي، هغه هیڅ وخت سپېڅلي سرتېری نشي جوړیدلی، زموږ مشران هم باید د دې مور له ویډیو درس واخلي، زموږ په سر معاملې مه کوئ، زموږ شهادت ته په درنده سترګه وګورئ، که همدا کار وکړئ زه قسم درته کړم چې د وسله وال پوځ تر نیمه ډېر سرتېري دې ته اماده دي چې هېواد ته فی سبیل الله خدمت وکړي.

اتلې مورکۍ ته زه دوه لاسی سلام او د هېواد زړورې میرمنې نوم ورکوم!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply