خلیلزاد له عبدالله سره د دوحې د هوکړې پر بیا کتنه خبرې کړي دي

0 908

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرونیو چارو وزارت د ځانګړري استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شورا رییس له خپلو مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ له یو شمېر غړو سره نن د دوشنبې سهار د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
خبرپاڼې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې د خبرو په چټکتیا او د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې د هوکړې په بیاکتنې ټینګار شوی دی.

خبرپانه کاږي، دواړو خواوو همدا راز په دوحه کې د سولې خبرو پر دویم پړاو کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې د بایډن ادارې تر واک ته رسېدو وروسته دا د خلیلزاد لومړی سفر دی چې افغانستان او د سیمې هیوادونو ته یې کوي.
خلیلزاد داسې مهال افغانستان او سیمې ته سفر کوي چې تېره ورځ د دوحې د هوکړه لیک یو کال پوره شو.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوحې د هوکړې یو کال پوره شو، سره له دې چې د دغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې دي خو بیا هم مذاکرات مثبت لور ته روان دي.
خو افغان حکومت وایي چې د سولې خبرې د افغانستان په ګټه نه دي او د سولې په نوم وخت ضایع کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply