د دوحې تړون، یو کلن ویاړ، شرم؟

سیدعبدالله پاچا

0 887

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون یو کال پوره شو؛ خو پدغه تړون کې شوې ژمنې نه دي عملي شوې.

تاوتریخوالی د تړون د ژمنې خلاف زیات شوی، پر ښارونو بریدونه دوام لري او د افغان حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت رئیس ضیاء سراج په خبره طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې هم نه دي قطع کړې.

په دغه تړون کې یوه مهمه مسله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل و، چې د تېر ۲۰۲۰ م کال په وروستیو کې یې د وتلو بهیر پیل او اوسمهال ټولټال ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې دي.

ددې په بدل کې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت او له ترهګرو سره د اړیکو د پرېکولو ژمنه کړې وه، خو په دواړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو، هدفي بریدونو، چاودنو او تاوتریخوالي له امله د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

پردې سربېره د امریکا د دفاع وزارت څو مهمو چارواکو پر طالبانو تور پورې کړ چې پرخپلو ژمنو یې عمل ندی کړی او د امریکا له نوي ولسمشره یې غوښتي، چې له افغانستانه په بیړه او په غیر مسؤلانه ډول سرتېري ونه باسي.

د امریکا د دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستانه په بیړه نه وځي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبورګ هم د ناټو دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې وویل چې شرایط برابر شوي نه وي، ترهغو به د ناټو سرتېري په افغانستان کې پاتې وي.

تازه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکایي قومندان سکاټ میلر د افغان سرتېرو د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې د افغان ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې به نه هېرېږي.

هغه ډاډ ورکړی چې ناټو او امریکا به په ګډه د افغان سولې د بهیر پرمختګ او بریا ته رسولو کې مرسته کوي.

هغه وروستۍ خونړۍ پېښې وغندلي او ددې چارو مسؤل یې طالبان ګڼلي دي.

میاشت وشوه چې دوحه کې د بین الافغاني خبرو بهیر په ټپه ولاړ دی او افغان حکومت تور پورې کړی چې طالبان د خبرو پرځان د سیمې د هېوادونو په سفرونو بوخت دي.

اندیښنه دا ده چې که طالبان د دوحې د تړون ژمنې عملي نه کړي، تاوتریخوالی جاري وساتي، له القاعده سره اړیکو ته دوام ورکړي او د خبرو اترو بهیر ځنډنی کړي، ښایي د دوحې تړون لغوه یا هم د بین الافغاني خبرو بهیر ودرېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply