په کابل کې د حزب اسلامي ګوند پلویانو د مظاهرې موخه څه وه؟

0 1,151

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند يو شمېر پلویانو د جمعې په ورځ (د مارچ ۵مه) په کابل کې مظاهرې وکړي. دوی د خپل ګوند پر غوښتنو باندې د عمل غوښتونکي شول، خو د اعتراض کوونکو شمیر هومره چې دمخه ویل شوی وو ډير نه وو.

  که څه هم د حزب اسلامي ګوند مشر، ګلبدين حکمتيار، يوه ورځ مخکې په کابل ښار کې د ميليوني مظاهرې خبره کړې وه، خو د جمعې ورځې په مظاهرو کې د اعتراض کوونکو شمیر په دې حد کې نه وو.

حکمتيار چې د دغو مظاهرو مشري يې کوله، د افغانستان حکومت ته يې لس ورځې وخت ورکړ ترڅو حزب اسلامي ته پاملرنه او غوښتنو ته يې رسيدګي وکړي. هغه وويل چې له دې پرته به دغه ګوند په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې لا پراخې مظاهرې وکړي.

د حزب اسلامي ګوند يو لوړپوړي غړي، انجنير محمد امين کریم، دویچه ويله ته وويل چې دغه ګوند د پنځو دلايلو پر اساس مظاهرې کوي، چې هغه دي: «له ارګ او له ځانګړې کړۍ څخه د واک د انحصار خلاصول، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون تطبیق، د هدفي وژنو بندول، د مليشه جوړونې یا د افرادو او ډلو د مسلح کولو مخنيوی او دغه راز له افغانستان څخه بهر ته د ملي سرمايو له غلاو څخه مخنیوی.»


ګلبدين حکمتیار په ۲۰۱۷م کال کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ او کابل ته راستون شو

کریم وويل چې تر اوسه د سولې تړون اکثره مادې د حکومت له خوا نه دي عملي شوي. هغه زياته کړه په پام کې وو چې د سولې تړون تر لاسليک کيدو وروسته، د حزب اسلامي ۲۵۰۰ بنديان د حکومت له زندانونو څخه آزاد شي، چې تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

انجنير امين وويل چې د حزب اسلامي افرادو ته د ۲۰ زره کورونو له پاره د نمرو ويش او دغه راز د امنيتي او پوځي ارګانونو په ترکيب کې د دغه ګوند د افرادو استخدام موضوع هم نه ده عملي شوې.

حکمتيار تر ډيرو کلونو مخفي ژوند وروسته په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان له حکومت سره د سولې يو تړون لاسليک کړ او کابل ته راستون شو. هغه په وروستيو کې د حکومت په يوه ډير سرسخته منتقد باندې بدل شوی او حتی يو ځل يې د «ارګ د محاصره کولو» خبرداری هم ورکړی وو.

محمد امين کریم، د کابل د جمعې ورځې په مظاهرو کې د ګډونوالو شمير په زرونو وښود او ادعا يې وکړه چې ځینو «خاصو کړیو» د کابل په دروازو کې د حزب اسلامي د زرنو پلویانو چې د ختيځو ولايتونو او د پروان او کاپیسا څخه راغلی ول په مظاهرو کې د ګډون مخنیوی کړی دی. خو ناظران وايي چې په دغو مظاهرو کې په سونو کسانو ګډون کړی وو.

د کابل د دارالامان سیمې يوې اوسیدونکې، راحلې دویچه ويله ته وويل: «د حزب اسلامي په مظاهرو کې محدودو کسانو ګډون کړی وو. خو خلک د احتمالي چاودنو او ځان وژونکو حملو له بيرې له خپلو کورنو څخه نه وو وتلي.»

د افغانستان د پارلمان غړي محمد صادق قادري پر حکمتيار باندې نيوکه وکړه چې تنخواه له حکومت څخه اخلي او لګښت يې هم حکومت ورکوي، خو «د طالبانو او هغو ډولو په نفع شعارونه ورکوي چې د حکومت مخالفې دي.»

حزب اسلامي په داسې حال کې دغه مظاهرې کوي چې د سولې پروسې په اړه بحثونه هم تاوده دي.

د پارلمان غړی، قادري وايي چې حکمتيار غواړي په دغو مظاهرو سره، طالبانو ته وښيي چې د هغوی ملاتړ کوي او د افغانستان پر حکومت فشار راوړلی شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply