ولسمشر غني: افغانستان کې روانه جګړه به پاکستان زیانمن کړي

0 701

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که د افغان سولې پر سر روانې خبرې ناکامې شي؛ نو پاکستان ته به یې سخت زیان واوړي.
نوموړي تېر ماښام د ایکو سازمان د پنځلس غړو هېوادونو په جوړې شوې انلاین غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د دایمي ثبات راوستو لپاره یو تاریخي فرصت رامنځ ته شوی او پاکستان په یاده برخه کې تر ټولو مهم رول لوبولای شي؛ خو که چېرته دا خبرې ناکامې شي، نو پاکستان ته به یې تر نورو هېوادونو ډېر زیان ورسیږي.
ولسمشر غني همدا راز ټاکنې د منظم سیاسي بدلون اصل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د هغه واک پلوی دی، چې د ټاکنو له لارې ترسره کیږي.
باید یاده شي، چې په دغه انلاین غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم برخه اخیستې وه او په افغانستان کې یې د یوې دایمي سولې هیله څرګنده کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply