د شکسپير ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی

0 1,254

د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شکسپیر کتاب دې په کې پیدا نه شي. دی اصلا د انګلستان دی. خو وخت ناوخت یې په اړه ځينې عجیبې څرګندونې هم شوي دي.

یو ځل د لیبیا ولسمشر (معمر قذافي) ویلي و، چې شکسپير اصلا عرب و. خو کله چې انګرېزان د هغه په نبوغ پوه شول نو انګلستان ته یې یووړ.

د دې ترڅنګ ګڼې نورې عجیبې دعوې هم شوي دي، مګر بیا هم مؤرخين سره په یوه خوله دي او شکسپير یې د انګلستان بللی دی. دا چې نوموړی د ښه فکر او حافظې خاوند و، نو ځکه خو یې خپل دينې کتاب په ډېر وړوکوالي کې حفظ کړی و.

دا چې د هغه وخت علوم اکثره په لاتیني ژبه ول نو شکسپیر هم یاده ژبه زده کړه او ګڼ فلسفي، ادبي او علمي کتابونه یې مطالعه کړل. د وخت په تېرېدو سره ترې لوی لیکوال او ډرامه لیکونکی جوړ شو. دا چې ډرامې یې ځانګړي فیلسوفانه رنګونه لري، نو ځکه خو یې له اکثرو فلمونه هم جوړ شوي دي. نوموړی یوازې یو ډرامه لیکونکی نه و، بلکې یو ښه شاعر هم و. اشعار یې تر اوسه هم ګڼ مينوال لري.

د زېږېدو او مړينې نېټه یې دقیقه معلومه نه ده. خو تاریخپوهان یې د مرګ نېټه “۱۶۱۶م” کال اټکلوي. د اولادونو په اړه یې ویل کېږي، چې درې زامن یې درلودل او درې واړه نالوستي وو. که څه هم د اثارو اندازه یې معلومه نه ده. خو اټکل یې ۳۷ ډرامې او ۱۵۴ عنوانه شعرونه دي.

د شکیپير ویناوې 

ـ څومره چې ستا کارونه اړين وي، هومره به دې دښمنان ډېر وي.

ـ د انسان کار دا دی، چې سبا په نن او نن په پرون بدل کړي.

ـ پوچ او بې کماله سړی، لکه تش لوښی ډېر شور کوي.

ـ خدای تاته یو مخ درکړی، خو ته بل مخ غوره کوې.

ـ هر څوک چې قناعت نه لري، تر ټولو غریب.

ـ که چېرې ټوله نړۍ له ترخو ډکه شي، زه به یې د خوږو په هیله وزغمم.

ـ لېونی، مئین او شاعر، دا درې واړه له یوې ډلې دي. ځکه چې دوی ټول خپل ژوند په خیال کې تېروي.

ـ موږ د زېږېدنې پر مهال ژړېږو. ځکه چې پوهېږو، په نړۍ کې به له لېونتوب او حماقت سره مخ کېږو.

وخت پر هغو خلکو باندې چې منتظر دي، ډېر ورو، په هغو کسانو چې په وېره او ډار کې دي، ډېر تریخ په هغو کسانو چې غمجن دي ډېر اوږد او پر هغو کسانو چې خوشحاله دي. ډېر تېز تېرېږي. خو هغوی چې مئين د هغوی وخت پیل او پای نه لري.

ـ نړۍ د یوې صحنې په شان ده. هرڅوک باید د خپل رول له اداکولو وروسته صحنه بل کس ته پرېږدي. نو یوازې هغه کسان په یاد وي، چې خپل مسولیت سم ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply