شیخ رشید: پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو خطرناکه څپه راروانه ده

0 845

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، وروستیو حالاتو ته په کتو اټکل دا کيږي، چې په پاکستان کې به په کور دننه یو شمېر ترهګرې ډلې نور هم قوت پیدا کړي او ښايي په امن ځایونو کې هم داخلي جګړې زور واخلي.

نوموړي په دې ورستیو کې په یو شمېر سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوځ خلاف تېزې شوې جګړې ته په اشارې ویلي، چې وسله والې ډلې اوس دومره زړورې شوي، چې ان د پاکستان ډېر مهم امن ځایونه هم په نښه کولای شي.
رشید زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید په دې تړاو جدي اقدامات وکړي او که د رامنځته شوې ستونزې غم ونه خوړل شي؛ ښايي پاکستان به په یوې اوږدې کورنۍ جګړې کې ښکیل شي.
وزیر رشید یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په اوس وخت کې په شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو خلاف د وسله والو ډلو جګړې تر بل هروخت ډېر شدت موندلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply