روسیې افغان چارواکي، سیاسي مشران او طالبان مسکو ته بللي

0 975

روسیې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله ته په مسکو کې د افغان سولې په جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.
د یادې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، چې د مسکو له لوري د جوړېدونکې غونډې بلنلیک ورته رسیدلی دی.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې لاهم په دې اړه پرېکړه نه ده شوې او لاهم په یاده غونډه کې د عبدالله عبدالله د ګډون په موخه مشورې روانې دي.

هغه بلنلیک چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له ادرسه ملي روغې جوړې شورا ته لیږل شوی، د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون څلور افغان چارواکو، اوه تنه د سیاسي احزابو استازو او پنځه تنه د طالبانو د سیاسي دفتر استازو ته پکې بنله ورکړل شوې ده.
باید یاده شي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هېواد دبهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم یاد هېواد ته تللی و او هلته یې له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې او دوه اړخیزو همکاریو پر سرخبرې کړې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply