تر هغې چې طالبان جګړه کوي، امریکايي ځواکونه به پاتې وي

0 802

 په ټاکلې ڼېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل امکان نه لري او اړتیا ده، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه فکر وکړي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کميټې مشر، باب مندیز په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان له امریکا سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او دا ډله په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو په فکر کې ده؛ ځکه پر طالبانو د بایډن باور پاتې نه دی او له افغانستان څخه به د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه ژر پرېکړه ونه کړي.
نوموړي همداشان زیاته کړې، چې امریکا او افغانستان یو له بل سره شریکي ګټې لري او دواړه هېوادونه یو د بل همکار دي.
مندیز ویلي، که امریکا د جګړې په جریان کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ نو دا به په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت بې پایلې وښيي.
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې لاهم طالبان له امریکا سره پر خپلو ژمنو د عمل خبره کوي؛ خو امریکا به وايي، چې طالبان په سیمه کې له بهرنیو ډلو سره اړیکې لري او له دوی سره په ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply