د مسکو غونډه: د اسلامي امارت د بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوو

0 683

په مسکو کي د افغانستان په اړه د غونډي ګډونوال امريکا، روسيه، چين او پاکستان وايي چي د اسلامي امارت د بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي. خو پر افغان حکومت يې ږغ کړی چي له طالبانو سره د خبرو له لاري جوړجاړي ته ورسيږي.

په مسکو کي د افغانستان د سولي د خبرو د پرمختگ په اړه د «ترويکا» غونډي د گډونوالو په گډه اعلاميه کي راغلي دي چي دوی د جگړې ختمولو او تلپاتي او عادلانه سولي له پاره د افغانانو صادقانه غوښتني پيژني. په دې اړه ټولو اړخونو (روسيې، چين، امريکا متحده ايالات او پاکستان) ټينگار کړی دی چي تلپاتې سوله يوازي د خبرو له لاري په يوه سياسي توافق سره راتلای سي.

په دغه گډه اعلاميه کي راغلي دي: «موږ په افغانستان کي پر ټولو ښکېلو اړخونو ږغ کوو چي زورزياتی کم کړي، او طالبان دي له پسرلنيو عملياتو څخه ډډه وکړي څو د نورو تلفاتو مخنيوی سوی وي او يوه سياسي جوړجاړي ته د رسېدو له پاره خبرو اترو ته زمېنه برابره سي.»

په اعلاميه کي راغلي دي: «په دغه برخليک ټاکونکي وخت کي موږ څلور سره هيوادونه پر ټولو ښکېلو اړخونو باندي ږغ کوو چي خبري پيل او د سولي موافقه وکړي او د افغانستان جگړه چي له څلور لسېزو راهيسي روانه ده، پای ته ورسوي.»

د روسيې، چين، امريکا او پاکستان په گډه اعلاميه کي زياته سوې ده: «لکه څرنگه چي د ملگرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال په ۲۵۱۳ قطعنامه کي راغلي دي، موږ د اسلامي امارت د بيا جوړېدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان پر اسلامي جمهوريت او د سولي پر عالي شورا ږغ کوو چي له طالبانو سره د خبرو له لاري يوه جوړجاړي ته ورسيږي.»

له افغانستان سره مرسته

په دغه گډه اعلاميه کي له افغانستان سره مرستي او د امنيت ټينگښت ته ځانگړې پاملرنه سوې ده: «موږ له ټولو افغانانو، له هغه جملې څخه د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو څخه غواړو چي دا ډاډمنه کړي چي د افغانستان خاوره د ترهگرو ډلو يا انفرادي کسانو له خوا د نورو هيوادونو د امنيت د گواښولو په موخه نه کاريږي.»

د مسکو د غونډي گډونوالو ويلي دي چي د سولي هرډول تړون چي وي په هغه کي بايد د ټولو افغانانو، هغه که ښځي، نارينه، کوچنيان، د جگړې قربانيان او اقليتونه دي، حقونه خوندي وي.

هغوی پر نړيوالو ږغ کړی: «موږ له ټولو هيوادونو څخه غواړو چي په افغانستان کي د يوې تلپاتي سولي په راتلو کي د افغانانو ملاتړ وکړي. موږ له افغانستان سره د سياسي او اقتصادي مرستي پر ملاتړ باندي ټينگار کوو.»

روسيې، امريکا متحده ايالاتو، چين او پاکستان د افغانستان د سولي د خبرو اترو په برخه کي د قطر هڅي وستايلې او زياته يې کړه چي په قطر کي د خبرو اترو پروسه بايد دوام ومومي.

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۸) په مسکو کي د افغانستان د سولي په اړه د «ترويکا» يوې ورځنۍ غونډي ته د افغانستان د حکومت استازي، او نور سياستوال هم ورغلي ول.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply