ګلالۍ اسماعیل د بشر حقونو د نړیوالې ادارې لومړۍ سفېره شوه

0 1,195

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزه، ګلالۍ اسماعیل د بشر حقونو نړیوالې ادارې لومړنۍ سفیره وټاکل شوه.

اسماعیل ته د هغو فعالیتونو له کبله یاد سفارت ورکړل شو، چې له تېروه ۱۹ کلنو راپه دې خوا یې کړي و.

د بشر حقونو ادارې د نوموړې د فعالیتونو په اړه ویلي، چې د ګلالۍ اسماعیل فعالیتونو ته یې له تېرو څو کلونو ورپام و او زیاته کړې یې ده، چې د ښځو لپاره د حق غوښتنې په برخه کې کې په بې ساري ډول اقدامات کړي دي.

ګلالي اسماعیل په ۲۰۰۲ کال کې د نجونو وېښتابه (Aware Girls )  په نوم د ښځو حقونو د غوښتلو لپاره یو بنسټ رامنځته کړی و او همداشان یې د Youth Peace Network  اداره رامنځته کړې، چې د نجونو ظرفیت لوړونې، ددوی پر وړاندې د شته خنډونو او د مېرمنو د حق غوښتلو لپاره کار کوي.

باید یاده شي، چې ګلالۍ اسماعیل د خپلو فعالیتونو له کبله د پاکستاني حکومت له ویرې په ۲۰۱۹ کال کې امریکا ته لاړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply