سينواک واکسينونو کلنۍ توليدي کچه ۲ ميلياردو ته رسول کیږي

جان  روان ځاځی

0 1,044

 سينواک شرکت: د کوويډ۱۹ ضد واکسينونو کلنۍ توليدي کچه به ۲ ميلياردو ته ورسوي

 کورونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د بشر د ژوند چارې يې ټکنۍ کړې دي. په ډېرو هېوادونو کې د دې وبا نوې څپې يوې پر بلې پسې پورته کيږي او پر رسنيو د ويروس د بدلون په اړه هم خبرونه ورکول کيږي.

د نړۍ ګردو هيوادونو د کوويډـ۱۹ د له منځه وړلو لپاره مټې را بډ وهلي او هڅه کوي، چې خپلو خلکو ته د دې ويروس ضد واکسين ترلاسه کړي، خو يو شمېر لوی هيوادونه د واکسين پر انحصار بوخت دي او خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکوي، حال دا چې د روغتيا نړيوال سازمان د واکسين پر عادلانا ويش ټينګار کوي، خو د دې تر څنګ دغه هيوادونه د واکسين د توليدي توان د لوړولو په لټه کې هم دي.

روېټرز خبري اژانس د اپريل په دويمې نېټې خبر ورکړی، چې د چين د درمل جوړونې سينواک شرکت درېیمې فابريکې په کار پيل کړی او په پام کې لري، چې د کوویډـ۱۹ضد واکسين د توليد کلنۍ اندازه دوو ميلياردو ته ورسوي.

د چين رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د کورونا ضد واکسین تولیدي تصدۍ اوس په ټول توان د دې واکسين د توليدي اندازې د زیاتولو په هڅه کې دي او په راتلونکې کې به د کورونا ضد نورواکسينونه هم بازار ته وړاندې کړي.

د چين د صنعت او تکنالوژۍ وزير شياو يا چينګ د تېر مارچ په ۲۴ مه نېټه له رسنیو سره د مرکې پر مهال وويل، چې د تېرې فبرورۍ په لومړۍ نېټه، په دغه هېواد کې د  کورونا ضد واکسین ورځنۍ تولیدي اندازه يو ميليون او ۵۰۰ زره ډوزه ښودل شوې وه، خو اوس دغه اندازه پنځه ميلیونو ډوزو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې د درمل جوړونې ټول شرکتونه بايد د واکسین خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي او د واکسین د ډېر تولید ترڅنګ بايد کیفیت یې هم تضمین کړي.

 ‍په چين کې اوس ۵ ډوله د کورونا ضد واکسينونو ته د تطبیق اجازه ورکړل شوې ده. تر اوسه د دغو واکسينونو د سختو جانبي عوارضو پېښه نه ده رامنخته شوې او د کورونا ويروس د مخنيوي اغېزې او خونديتوب يې ثابت ښودل شوي دي.

د چين حکومت څو ورځې مخکې وويل، چې بهرنيو هېوادونو ته يې تر سلو ميليونو زيات د کورونا ضد واکسینونه برابر کړي او په هېواد کې دننه يې خپلو خلکو ته تر سل ميليونو زيات ډوزه واکسينونه تزريق کړي دي.

د چين چارواکو څو څو ځلې ژمنه کړې، چې د کورونا ضد واکسين به د عامه توليد په توګه بازار ته وړاندې کړي، څو ټول هېوادونه په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونه ورته لاسرسی ولري.

 په افغانستان کې د چين لوی سفیر وانګ يو څه موده وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا له چارسمبالي وزير وحيد مجروح سره د خبرو پر مهال وويل، چې هېواد به يې له افغانستان سره د ۴۰۰ زره ډوزه واکسين مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply