د ۱۲۵ هیوادونو له ډلې د هلمند ۵ ښوونځیو د برتانیې سفارت د پوهې جایزې وګټلې

0 804

د ۱۲۵ هیوادونو له ډلې د هلمند ۵ ښوونځیو د برتانیې سفارت د پوهې جایزې وګټلې

هلمند: د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پروت هغه ولایت، چې اکثره وخت ترې د جګړې راپورونه خپريږي.
که څه هم وروستۍ شل کلنې جګړې د هېواد ټول ولایتونه اغېزمن کړي؛ خو هلمند بیا د نورو هغو په پرتله  ډېر زیانمن شوی.
په دې ولایت کې د معارف د دښمنانو له لوري ښوونځي ته د ماشومانو تلل ان تر اوسه کفر ګڼل کیږي او ډېرې سیمې یې لا داسې هم شته، چې دینې زدکړې هم په کې له صفر سره مخ دي؛ خو بیا هم د افغان دولت په هڅو په یاد ولایت په دې وروستیو کې تعلیمي بنسټونو رشد وکړ، چې تېره ورځ یې ۵ ښوونځیو د برتانیه له سفارت څخه د پوهنیز کیفیت د لوړونې په برخه کې جایزې تر لاسه کړې.
هلمند د افغانستان هغه ولایت شو، چې د ۱۲۵ هېوادونو په کتار کې یې د پوهنې په برخه کې د ښه کار له کبله ځانته ځای خپل کړ.
سره له دې، چې لاهم ګڼې ستونزې د هلمندیانو په مخ کې پرتې دي؛ خو دوی په پوره مېړانه خپلو بچیو ته د پوهې مشالونه په لاس کې ورکړي او د تیارو د څملولو چلونه ورښيي.
هلمند د برتانیه له سفارت د پوهې په برخه کې مېډالونه وګټل، نیمروز د کمال خان بند څښتن شو، ۷۰۰ کاله وروسته لښکري کانال په خپله پراخه سینه وچو دښتو ته اوبه ور تېرې کړي؛ لغمان به له شاهي کانال برخمن شي، ننګرهار ته ۴ زره په عصري زدکړو سمبال ښوونکي ورځي، نورستان په ملي پارک بدل شو، خوست به که خدای کول د نړۍ په سطحه تر ټولو ډېرې ونې ولري، د پکتیا جنغوزیو بېرته په نړیوالو مارکېټونو کې نوم پیدا کړ… او بلاخره به که خدای کول یو ځل بیا دا هېواد لکه لمر په شنه اسمان وځلیږي.
مونږ به یو وار بیا نړۍ سره وصل کړو، اسیا به له اروپا سره ونښلو او خپله به د بلې فضا نوردي خوبونه رېښتیا کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply