د گاونډيو هيوادونو تر ۷۲۰۰۰ زياتو انسانانو افغانستان ته پناه وړې ده

0 1,048

په افغانستان کي پر تاوتريخوالي سربيره دغه هيواد ته له نورو هيوادونو څخه تر ۷۲۰۰۰ زياتو انسانانو پناه وړې ده. د م.م. په حواله د هغوی اکثريت په بېوزلۍ کي ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمیساري (UNHCR) په حواله افغانستان ته له نورو هيوادونو څخه په لسونو زرو انسانانو پناه وړې ده. دا په داسي حال کي ده چي پخپله په افغانستان کي نژدې هره ورځ د تاوتريخوالي پيښي رامنځته کيږي او ځينو افغانانو بيا نورو هيوادونو ته پناه وړې ده.

ياد سازمان ويلي دي چي افغانستان ته په پناه ور وړونکو کي اکثريت له ګاونډي هيوادونو لکه پاکستان او ايران څخه دي. د دغه سازمان په وينا په افغانستان کي په ټوليزه توګه تر ۷۲۰۰۰ زيات کسان د پناه غوښتونکو يا قبول سوو مهاجرو په توګه ثبت دي.

زياته سوې چي له يادو مهاجرو څخه مطلق اکثريت يې په پکتيکا او خوست ولايتونو کي ځای پر ځای دي. هغوی په ۲۰۱۴م کال کي د پاکستان په آزادو قبايلي سيمو کي د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کي مهاجر سوي ول. د پاکستان د دولت په وينا د دغو عملياتو مقصد يې له سيمي څخه د توندلارو شړل وو.

د افغان چارواکو په وينا په افغانستان کي پراته دغه مهاجر په سخته بې وزلۍ کي ژوند کوي. زياته سوې چي افغانستان ته تر راتگ نژدې شپږ کاله وروسته لا هم ددغو مهاجرو اکثريت په کږديو کي ژوند کوي او دا چي په هغوی کي بې روزګاري زياته ده.

ويل سوي دي چي د دغو مهاجرو هغه لږ شمېر چي يو څخه پيسې ګټي، هغه کسان دي چي روزانه مزدوري کوي. له دغو مهاجرو سره د افغانستان د حکومت او نورو مرستندويه سازمانونو مرسته تر اندازې زياته لږ ده.

د ملګرو ملتونو د يادي ادارې په حواله د شمالي وزيرستان د مهاجرو تر څنګ په افغانستان کي د ۹ نورو هيوادونو ۴۲۰ مهاجر ثبت دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د وياند، محمد نادر په وينا دغه انسانان ځکه افغانستان ته رامهاجر سوي دي، چي افغانستان ورته په جغرافيايي توګه تر ټولو نژدې هيواد وو او يا يې دلته کورنۍ اړيکي لرلې.

د هغه په وينا له نورو اديانو سره تړاو لرونکو انسانانو په افغانستان کي د پناه غوښتنه کړې ده. هغوی د خپلې پناه غوښتني دليل له تاوتريخوالي او تعقيب څخه تېښته ياده کړې ده.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په خبره، په افغانستان کي د اړونده حقوقي بنسټونو او امکاناتو د نشتوالي له کبله د افغانستان حکومت له دوی څخه هيله کړې ده چي د پناه غوښتنو د دغو دوسيو ارزيابي په مستقيمه توګه پخپله وکړي.

بل هيواد ته د مهاجرت توان نه لرل

يوه قبول سوي ايراني مهاجر ويلي دي چي له خپل هيواد څخه ځکه تېښتي ته مجبور سوی چي پر هیڅ دين او مذهب عقيده نه لري او دا چي د حکومت پر ضد په يو شمير لاريونو کي د ګډون له کبله څو واري نيول سوی دی. د هغه په وينا ځکه يې افغانستان ته پناه وړې چي په کافي اندازه يې نور مالي امکانات نه لرل چي بل هيواد ته وتښتي. هغه هيله څرګندوي چي ژر به په يو بل هيواد کي مېشت کړل سي.

له پاکستان څخه افغانستان ته مهاجر سوی يو مهاجر ظفر عباس بيا وايي چي د پاکستان د بلوچستان ايالت له کوټي ښار څخه ځکه تښتېدلی چي هلته له کلونو راهيسي شعيه مذهبه ګواښل کيږي. هغه وايي چي له شپږو کلونو راهيسي په کابل کي د خپلو پنځو ماشومانو سره په خورا خرابو حالاتو کي ژوند کوي. هغه هم هيله لري چي ژر به له افغانستان څخه يو بل هيواد ته انتقال کړل سي.

زيات وختونه داسي راپورونه هم ورکول کيږي چي ګويا ځيني کسان د خپل خوښي ژوند له شريک سره افغانستان ته هجرت کوي، ځکه چي په خپل هيواد کي ورته د خپلي خوښي کس سره د واده کولو اجازه نه ورکول کيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply