طالبان د زور له لارې قدرت ته رسېدل غواړي، خو دا یو خوب دی

0 817

د نشنل انټرسټ د مقالې له مخې طالبان غواړي د زور له لارې قدرت ته ورسیږي، هغه څه چې یوازې د دوی غوښتنه ده.
د نشنل انټرسټ له خوا په خپره شوې مقاله کې راغلي طالبان په دې باور دي، چې د امریکايي سرتېرو په شتون کې به دوی قدرت ته و نه رسیږي، ځکه د دوحې د تړون پر عملي کېدو ټینګار کوي، خو په خپله ورته ژمن نه دي.
په مقاله کې د افغانستان اوسني وضعیت او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي ته کتنه شوې ده.
په مقاله کې وړاندې راغلي، د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت له مخې باید امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، ځکه لا هم په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړو د پیل کېدو احتمال شته.
په همدې حال کې بیا د جوبایډن حکومت هم تر اوسه په دې موافقې ته نه دی رسیدلی، چې د روان میلادي کال په مې میاشتې کې دې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
د سرچینې په حواله د بایډن د حکومت ټینګار په دې کوي، چې امریکايي سرتېرې دې تر راتلونکو شپږو میاشتو په افغانستان کې پاتې شي او له هغې وروسته به د یاد هېواد امنیتي وضیعت ته په کتو تصمیم نیسي.

د دوی په وینا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوسنۍ کچې ته په کتو باید امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply