هر څه تالا شول

آصف بهاند

0 940

هر څه تالا شول،

برخلیک یې بیا ملا ته پرېښود

چـې مـاشومـتـوب مې پـه ژړا او خـنـدا شاتـه پرېښود

ښکلي خـوبـونـه، د خـنـدا یـاد مې بـل چـا تـه پرېـښود

مـا چـې څـنـگ پـښه د زلـمـیـتـوب په بڼ کې کېښودله

جـگـړه هـم وزېــږېـده، بد زیـری یې مـا تـه پـرېـښود

زمـا ځــواني د جـگـړې ویـر سـره سـیـالۍ کې شـولو

ما وې چې څه کړي، دوی ځواب زما سبا ته پرېښود

چـا وې ځـواني د بــرېـښـنـا پـړک وه لاړه ټېره شوله

زمــوږه نـکـل تـــه کـاڼــه، دا یـې بــــلا تـه پــرېښود

لـه هـرې خـوا نه چې دروغ، جـفـا جـنگـونه وو ټول

مــوږ نـاتـوانـه بـرخـلـیـک مـو خـپـل وتـاتـه پـرېښود

کـه هـر څـو چـیغې وهو غـږ مـو اورېـدل نه غواړي

مـوږه عامیان گـڼـي، ځـواب مـو کـوم دانـا ته پرېښود

سیـاستـونـه، هـم تـدبـیـر، سیـاسـتـوال مــړه دي ټــول

هـر څـه تــالا شـول، بــرخلیک یې بیا ملا ته پرېښود

۱۷/۱۲/۲۰۲۰

هیدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply