ترکمنستان کې افغان دیني عالمان: افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

0 1,004

ترکمنستان کې مېشت  یو شمېر افغان د یني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او دا یې افغان وژنه او د اسلام د ټولو اصولو خلاف کار بللی.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  په ترکمنستان کې میشت افغان عالمانو د افغانستان جګړې په اړه ویلي، چې طالبانو یواځې د مسلمانانو وینې بهیدل روان کړي او د روانې جګړې ډول یې د اسلام له ټولو قوانینو سره خلاف عمل دی.

یادو عالمانو همداشان ویلي، چې افغانستان اوس مهال روشن فکرو، په علم سمبال او هغو کادرو ځوانانو ته اړتیا لري، ترڅو افغانستان د نړیوالو په کتار کې ودروي؛ خو طالبان د علم مخه نیسي او هڅه کوي، چې دیني عالمان او په هېواد کې هغه ځوانان ووژني، چې راتلونکي کې د افغانستان لپاره کار کولای شي، ترڅو د دوی پر وړاندې څوک غږ پورته نه کړي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply