د روغې جوړې عالي شورا: د سولې د طرحو ارزولو چاره بشپړه شوه

0 1,014

د روغې جوړې عالي شورا ځانګړې کمیټې هغه طرحې ارزولي، چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکې غونډې لپاره ورسپارل شوې وې.
د یادې شورا یو غړي ویلي، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې د غړو د تېرې ورځې ناسته د طرحو پر توحید او نظرونو پای ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ شي.
همدارنګه د یادې شورا اعلامیه کې راغلي، طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او ماناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.
د روغې جوړې عالي شورا په داسې حال کې د استانبول ناستې لپاره د یوې بلې طرحې خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني په دې تړاو خپله طرحه تشریح کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply