د ملي لوبډلې يو لوبغاړي ملکزي د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې

0 1,018

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړي نور الحق ملکزي په کابل کې د څپليو د توليد کارخانه جوړه کړې ده، چې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو په شتون کې پرانيسته ترسره شوه.

نور الحق ملکزى چې ٢٩ کاله عمر لري، د افغانستان لپاره يې دوه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او د مډر ارډر توپوهونکى دى.

نوموړي په ٢٠١٠ کال کې د سکاټلېنډ او بيا د کينيا پر وړاندې نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې وې، خو له هغه وروسته بيا د ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى.

د نور الحق ملکزي د څپليو د توليد کارخانې نوم (ملک برانډ) دى، چې په کابل کې يې پرانيستى دى او داسې ويل کېږي چې له دې وروسته به يې په نورو ولايتونو کې هم څانګې پرانيزي.

د (ملک برانډ) د پرانيستې پر مهال د ملي لوبډلې لوبغاړي حميد حسن، حشمت الله شهيدي او نور هم ورغلي و او همدا راز نوموړي ته يې مبارکي هم ورکړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply