د سولې له خبرو د طالبانو تېښته

عبدالمنان توحیدیار

0 941

طالبان چې څومره سولې ته نږدې کیږي، هغومره ورته ځان حذف کیدونکی ښکاري، له همدې کبله د سولې هر پړاو کې یو شاتګ کوي.

تازه طالبانو د ترکیې له کنفرانس سره بایکاټ وکړ او پلمه یې وکړه چې تر هغې هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوی، تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

لومړی طالبانو د ترکیې کنفرانس په تړاو وویل چې دوی د اپریل په شپاړسمه چمتو نه دي چې کنفرانس کې ګډون وکړي او په دې تړاو به وروسته پریکړه وکړي، خو تیره شپه یې واضح وویل چې دوی هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي، تر څوک چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي.

د ترکیې کنفرانس د دوحې تړون او بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا او تحرک لپاره جوړیږي او ښکیلې غاړې، د سیمې هېوادونه او نړیوال به دې کنفرانس کې بحث وکړي چې څنګه کیدلی شي د سولې په ټپه  ولاړې خبرې پایلې ته ورسیږي.

د ترکیې کنفرانس ته تمې زیاتې وې چې بحثونو په پایله کې به د جمهوریت او طالبانو پلاوي ته یوه نقشه لاس کې ورکړي چې له مخې به یې مذاکرات دوام پيدا کړي او هغه ستونزې چې له مخې یې اوس جګړه روانه ده، د خبرو له لارې حل کړي.

د ترکیې کنفرانس ته د افغانانو تمې زیاتې وې، ځکه د دوحې خبرو څخه خلک ناهیلي شوي و او دا هیلې یې د ترکیې کنفرانس راپورته کړې وې، خو داسې ښکاري چې طالبانو د خلکو وروستی هیلې هم له منځه یوړې.

په دې تړاو د طالبانو له خپرې شوې اعلامیې ښکاري چې طالبان نه غواړي د مذاکراتو او یا ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي او یا دا جنجال حل کړي، طالبان غواړي چې د زور له لارې واک ته ورسیږي او پایله یې چې هر څه کیږي، و دې شي، خو طالبان به ټول واک خپل لاس کې اخلي.

که طالبان د مذاکراتو له لارې ګډ حکومت ته داخلیږي، نو ښکاره ده چې یوه برخه د حکومت به وي، خو داسې ښکاري چې دا ډله په لوی لاس غواړي چې تاوتریخوالی او جګړه دوام پيدا کړي.

طالب هیڅکله سوله کې خپل خیر نه ګوري او له همدې کبله هڅه کوي چې د سولې ټولې پروسې له ناکامۍ سره مخ کړي او د جګړې په اړخونو باندې تمرکز وکړي.

که جګړه باندې طالبانو حکومتونه نیولی، نو په ۱۹۹۷ کال کې به یې نیولی وی، تاسو ولیدل چې طالبان په شمال کې له سخت مقاومت سره مخ شول او تر دې چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، خو ټول افغانستان باندې یې واکمني پيدا نه کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply