ماشوم مو په ښو باورونو سمبال کړئ

تازه ګل شینواری

0 1,736
( ارواه پوهنه )
تر ډېره حده د انسان نېکمرغي او بدمرغي دې پورې تړلې چې د ماشومتوب دوره کې ېې کورنۍ هغه ته څه ډول روزنه ورکړې ، د هغه په ذهن ( شعور ) کې ېې د کومو فکرونو او باورونو تخمونه کرلي ، د هغه خپل ځان او نور خلک او نړۍ ېې څنګه ورپېژندلې دي . له ډېره بده مرغه چې اکثرېت مېندې او پلرونه ( په ځانګړي ډول زموږ هېواد کې ) د ماشوم د مثبتې روزنې او د ماشومانو د روحېاتو په هکله هېڅ ډول مالومات او د هغوي د سالمې جسمي او اروايي ودې لپاره هېڅ ډول تجربه او پلان نه لري چې نتېجه کې ېې د ماشوم راتلونکی ژوند د ډول ډول ګواښونو او بدمرغېو سره مخامخ کېږي .
د ماشوم د ښه روزنې او د هغه د ښه راتلونکي ژوند لپاره باېد هغه سره د چلند په باب ډېر ځيرک او محتاط واوسو . که څه هم چې په دې باب د مناسب پوهاوي لپاره ډېرې مطالعې ته اړتېا ده خو زه غواړم ېوازې ېو مهم ټکي ته ستاسې ( په ځانګړي ډول د مېندو پلرونو ) پام راواړوم .
د ماشوم په اصطلاح د ناوړه کارونو په مقابل کې باېد څه ډول غبرګون ښکاره شي ، آېا ورټل شي او که هېڅ هم ورته ونه وېل شي ؟
ځينې خلک د ماشوم د تېروتنو په وړاندې، هغوي ته بدرد وايي او حتا هغوي ته جزا ورکوي ؛ ځينې نور خلک بېا قطعآ د عکس العمل ښودلو مخالف دي او په هر حال ماشوم ته ناز ورکوي . خو ېو غټ شمېر ارواه پوهان دغه دواړه کړنې افراطي او ناسمې بولي او د دې دواړو پر ځای د نسبتآ منطقي غبرګون وړانديز کوي چې دا غبرګون په لاندې ډول تشريح کوي :
– که چېرته تاسې د ماشوم د هرې تېروتنې په مقابل کې هغه ور’ټی ، بد او رد ورته وواېاست ، نو د وخت په تېرېدلو ماشوم داسې باور پېدا کوي چې دی بد دی ، کارونه په سمه توګه سر ته نه شي رسولی او ناقص دی . دغه باور په هغه کې د ځان کموالي ( حقارت ) احساس پېدا کوي ، پر ځان باور نه لري او په لړزېدلو ګامونو د ژوند ډګر ته ور وځي او نتېجه ېې تاسې اټکل کولی شی …
– او که چېرته تاسې ماشوم په هر حالت کې ونازوی، د هغه تېروتنې ورته په ګوته نه کړی ، نو هغه څخه ېو خودخواه ، ځان پالی او بې پروا شخص جوړېږي او نهاېت کې د ښه او بد توپير نه شي کولی .
– خو درېمه مهمه حل لاره د بدو کړنو پاېلو ته هغه د متوجې کول او د ښو کارونو مقابل کې د هغه تشويق او ستاېل دي . کله چې مو ماشوم تېروتنه کوي ، هغه ته د دې تېروتنې د تکرار پاېلې ورېادې کړئ او پرېږدی چې هغه پخپله د دغه کار نتاېج وارزوي او پخپله د هغو د نه کولو پرېکړه وکړي .
خو کله چې ستاسې ماشوم ېو کار ( حتا که هغه ډېر کوچنی کار هم وي ) په ښه ډول تر سره کوي ، په پوره اخلاص او صداقت ېې د دې کار ستاېنه وکړئ او تشويق ېې کړئ . ستاېنه د دې سبب کېږي چې ماشوم پر ځان باور او د ښه ( مثبت ) عزت نفس خاوند شي . دغه ماشوم به په راتلونکي ژوند کې په ډېر ځواک او همت سره د ژوند د سختېو هرکلی وکړي .
او وروستۍ ډېره مهمه خبره :
هغه مېندې او پلرونه چې د ماشومانو د غلطېو په وړاندې خپل احساسات نه شي کنټرول کولی او په هر حالت هغوي ته بدې ردې وايي ، باېد لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي :
– ماشومانو ته ستاسې عصبانېت ښايي تاسې ته عادي خبره ښکاره شي ، خو په دې ډول غبرګون تاسې د هغه راتلونکی ژوند د سخت خطر سره مخامخ کولی شی . که تاسې ته د خپلو احساساتو کنټرول ستونزمن هم وي ، هڅه وکړی ورو ورو له دغه عادته لاس واخلی .
– که بېا هم په ماشوم باندې چغې وهی او هغه باندې نيوکې کوی ، کوشش وکړی چې دغه نيوکې مو عمومي نه بلکې مشخصې وي . مثلآ مه ورته واېاست چې (احمقه) ېا دې ته ورته نورې توهينونکې کلمې ؛ ځکه چې دې کار سره تاسې د هغه ټوليز شخصېت تخريبوی ، حال دا چې هغه په ېوه مشخصه برخه کې تېروتنه کړې ده . هغه ته مشخص وواېاست چې دغه کار ېا دغه خبره دې سمه نه وه . دې کار سره ماشوم پوهېږي چې ېوه خاصه کړنه ېې د تمې مطابق نه ده ، نه ټول شخصېت .
البته چې ډېره مهمه خبره دا ده چې د ماشوم سپکاوی ونه کړی او شخصېت ته ېې زېان ونه رسوی . ماشوم په مينه ، پوهاوي او زغم وروزئ ، د هغه د خپل ځان ، نورو خلکو او ټولې نړۍ په وړاندې ورته ښه او ګټور فکرونه ، احساسات او باورونه ورکړئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply