غني: د امریکا د پرېکړې درناوی کوو؛ افغان ځواکونه د خپل هېواد دفاع کولای شي

0 866

غني: د امریکا د پرېکړې درناوی کوو؛ افغان ځواکونه د خپلو خلکو او هېواد دفاع کولای شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر موضوع غږېدلی دی.

ښاغلي غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:” له ولسمشر بایډن سره تر سپتمبره پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو پر پرېکړې وغږیدم. د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکايي ملګرو سره د (پوځیانو) بې ستونزې وتلو لپاره په شریکه کار وکړو”.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې دویم پړاو ته له تلو وروسته به امریکايي او ناټو ملګرو سره د سولې روانو هڅو لپاره ګډ کار وکړي.

ولسمشر غني د ټویټر پیغامونو په همدې لړۍ کې وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد دفاع کولو وړتیا لری:

“د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړه وړتیا لري چې د هېواد او خلکو دفاع وکړي، دوی تل همداسې کړي او افغانان یې له همدې کبله منندوی دي. ”

ولسمشر غني دا څرګندونې له هغه وروسته کړې چې امریکایي چارواکو تر راتلونکې سپتمبر میاشتې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.

ولسمشر جو بایډن ټینګار کړی چې د پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په وینا دا به د پوځي شتون په توګه نه وي.

دا مهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د ناټو ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت دي.

په ورته وخت کې د بریتانیا دفاع وزارت هم اعلان کړی چې تر راتلونکې سپتمبر میاشتې به له امریکا سره هم مهاله له افغانستان خپل پوځیان وباسي.‌

بل لور ته ناټو هم ویلي، له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په اړه له امریکا سره خبرې کوي، او ښایي غړي هېوادونه یې په ګډه په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.‌

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته تللي‌ او په ګډه به له دې هېواده بهر کېږي.

له افغانسان د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې ده د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه استانبول کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس پیل شي.‌

ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو، چې د دې کنفرانس سمبالوونکي دي، ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو مشران یې دې ناستې ته ور بللي دي.

افغان حکومت د استانبول کنفرانس ته د بشپړ چمتووالي‌ اعلان کړی، دی او ګډون به پکې کوي.‌

خو طالبانو ویلي، تر هغې چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي په هېڅ داسې کنفرانس کې به ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پرېکړه پکې کېږي.‌

بی بی سي – پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply