راځئ کله نا کله شکر هم وباسو

تازه ګل شینواری

913
د ارواه پوهنې علم اوس ډېر پراخ شوی دی . پخوا به دغه علم ېوازې د انسان اروايي حالات څېړل خو د نوې ارواه پوهنې ځينې څانګې اوس د فزيکي طبېعت او انساني ارواه تر مېنځ پر حېرانونکو اړيکو هم بحث کوي .
د دغسې علومو اړوند ېو کتاب کې مې جالبې جملې ولوستې. هلته ېې ليکلي وو چې : « د زړه له تله او په رښتيني ډول – پر ېو حاصل شوي څيز باندې شکر ويستل او مننه کول د دې سبب کېږي چې همغه شی په لا زېات ډول او په لا زیات حجم ستاسې خواته راشي. که مو کمې پېسې هم وګټلې، که مو روغتېا لږه هم ښه شوه ، که مو په ېوه برخه کې کوچنۍ کامیابي هم په برخه شوه ، که کوم چا ډېره کمه نېکي او مهرباني هم درسره وکړه ، که مو خاپوړې کوونکي ماشوم دوه ګامه تلل هم وکړل، که مو ېوه ورځ هم ښه خواړه وخوړل ، که له اسمانه د باران په نوم پېنځه څاڅکې هم راوورېدل، که …
نو د ېوې شېبې لپاره سترګې پټې کړئ ، د دغو ښېګنو په مثبتو اړخونو فکر وکړئ او بېا په زړه کې د دغو ښېګنو له ډالۍ کوونکي څخه د زړه له کومي مننه او شکر کوزاري وکړئ .
رښتینې مننه او شکر ويستل ستاسې او ستاسې د صادقانه هيلو او آېډېالونو تر مېنځ ، ټول پراته خنډونه له مېنځه وړي او تاسې په بهترين شکل هغو شېانو او حالاتو خواته ورنږدې کوي ، د کومو چې تاسې هيله او ارمان لری … » .
دغه مضمون ېو بل مهم ټکي ته هم ګوته نيسي: « د دې حالت برعکس شکل هم عېن تاثير لري. مثلآ که چېرته تاسې پر منفي کړنو، مصيبتونو او دردونو ډېر سوچ کوی ، خپه او ېا غوسه کېږي نو پاېله کې ېې ، ستاسې د بدبختېو، مصيبتونو او کړاوونو اندازه ورځ تر بلې زېاتېږي. د انسان او طبیعت تر مېنځ د همدغه تړون او قانون پر اساس سلګونه کاله کېږي چې پوهان او پاخه خلک د مثبت فکر کولو او منفي فکر څخه د ځان ليرې ساتلو سپارښتنه کوي … ».
نو هسې ما وېل چې ډېره موده چې وچکالي او ورسره سخته ګرمي هم وه نو هر سړي به د دې حالت څخه ټکاوه، مګر نن چې ډېر ېو ښکلی باران وشو، هېچا هم ورته خاصه پاملرنه ونه کړه ، هېچا چا هم د خوشالۍ اظهار ونه کړ او هېچا هم شکر ونه ويسته. نو داسې ښکاري چې د دباندنۍ نړۍ او محيط د مثبت بدلون لپاره زموږ په داخلي چلند کې بدلون ته اړتېا ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.