د بهرني پوځیانو وتل، هم تهدید دی او هم فرصت

خوشال خلیل

0 755
بالاخره د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې وکړې او له افغانستان څخه یې د ټولو ځواکونو د ویستو پلان ورسره شریک کړ، ولسمشر غني هم په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې د دې پلان په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه او زیاته کړې ده چې اوس موږ ناټو او امریکا سره د شراکت نوي ستیج ته داخل شو، چې په ګډه به سولې ته کار کوو.
داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو خروج که طالبان سوله وکړي او یا ونه کړي، حتمي ښکاري.
اوس زموږ د اکثره تحلیلګرانو، سیاسیونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه نظریه غلطه ثابته شوه چې ویل به یې امریکا له دې ځایه نه وځي او دوی دلته د اوږدې مودې لپاره راغلي چې زموږ کانونه او منرالونه یوسي او یا له دې ځایه چین او روسیه کنترول کړي، خو ولسمشر غني پوهېده چې امریکایان وځي، په هره جلسه کې به یې ویل، چې بهرنۍ مرستې لنډ مهاله دي او په خودکفايي یې ټینګار کاوه، د حکومتي لګښتونو په کمولو یې ټینګار کاوه او نن هغه ورځ را ورسېده چې معلومه شوه چې دوی ځي.
د بهرني پوځیانو وتل، هم تهدید دی او هم فرصت
تېرو دوو کالو کې د طالبانو خلاف جنګ اته نوي سلنه امنیتي ځواکونو پر مخ وړی، دغه موده کې هیڅ امریکايي ندی وژل شوی، همدارنګه د ناټو له وتلو وروسته ژمنه شوې چې افغان پوځ سره به د ناټو نظامي مرستې دوام کوي، دغه راز ویل شوي چې د دیپلوماتیکو لارو به هڅه کوي چې سوله راشي او د افغان حکومت سره به بشري او نظامي مرستې په کابل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د سفارتونو په وسیله تنظمېږي. سرله نن څخه حکومت کولای شي کلک تصامیم ونیسي او امنیتي نهادونو کې ریفورم راوړي، ځکه اوس نو امریکايي پوځیان فشار نشي راوړی چې پوځي برخه کې به کوم چارواکی چېرته دنده ترسره کوی حکومت به مستقل تصمیم نیولی شي، مفسد اشخاص به محاکمه کولای شي، حکومت به کولای شي د بهرنیانو د فشار پرته خپل تصامیم اجرايي کړي، جدي اقدام به کولای شي، لاس به یې خلاص وي، ځکه اوس به حکومت په ټولو تصامیمو کې تر پخوا لا زیات خپلواک وي. ددې تر څنګ به د بهرنیانو په نشتوالي کې د حکومت مشروعیت لا زیات او ولسي ملاتړ به یې ډېر شي. د طالب د جنګ د دوام وروستۍ پلمه به هم ختمه شي او د مستقلې دفاع تر نامه لاندې به په ډېر غرور زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له خاورې دفاع کوي.
د فرصت تر څنګ احتمالي تهدید دا دی چې طالبان به د سولې خبرې وځنډوي او فکر به کوي چې اوس یې د جنګ له لارې میدان ګټلی شي او جنګ ته به زور ورکړي، خو که طالبان سوله ونه مني، ولسمشر غني به مجبور وي، خپله دوره پوره کړي او هغه سیاسیون چې د سولې په خاطر یې امتیازات او لوړ پوزیشنونه ورکړي بېرته ورنه اخیستی شي او په ځای مسلکي او د ده لیدلوري ته ژمنو خلکو ته ورکولای شي.
د نن شپې وروسته به زموږ سیاسیون په دوه برخو وویشل شي، یو ډله به طالبان کېږي او هوښیار سیاستوال به حکومت نه ملاتړ کوي.
ځیني د نجیب د حکومت د مهال مثال ورکوي، چې د شورویانو له وتلو وروسته یې ایله پنځه کاله دوام وکړ، اوس هغه وخت ندی، پر ډاکټر نجیب ټولې لارې بندې وې، حکومت مجبور و ټولو بازارونو ته خپله خوراکي توکي ورسوي، خو اوس شمال او نورو هېوادونو ته لارې پرانیستي دي، د خوراکي توکو لېږدول او بازار د خصوصي سوداګرو په لاس کې دی او هر ځای ته توکي ليږدولی شي. حکومت او جمهوریت هم د نړۍ ټولو هېوادونو په رسمیت پیژندلی او د هغه وخت په څیر بندیزونه پرې ندي لګېدلي.
په مجموع کې د امریکا دا تصمیم د افغانستان لپاره د خودکفايي او مستقلې دفاع او پرمختګ ښه فرصت دی، د طالب روایت هسې هم د ولس په منځ کې کشش نلري او پاکستان هم هغه ملاتړ چې یو وخت یې د غربي هېوادونو په مرسته له مجاهدینو کولای شوای، هغه انرژي نلري او دغه نیابتي جنګ ته زیات دوام نشي ورکولای او بالاخره به طالبان مجبور وي، د جمهوریت سره یو ځای، اول سوله بیا انتخابات وکړي که هر چا وګټله هماغه به حکومت کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply