اشرف غني: افغانستان له سقوط سره مخامخ نه دی

0 1,164

د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پنجشنبې په ماښام د «نظامي ګنجوي بین المللی مرکز» په آنلایني غونډه کي د سولي بهیر او له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د پریکړي او د هغې د اغېز په هکله وینا ورکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکړ چي افغانستان د سقوط په پړاو کي نه دی او ددغه هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د مستقلانه دفاع وړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ چي له څو کلونو راهیسي د نظامي عملیاتو ۹۴ سلنه په خپله افغان ځواکونه ترسره کوي. هغه د خپلي وینا په یوه برخه کي وویل: «دغه پریکړه ددې سبب سوه چي د امریکايي ځواکونو د وتلو او یا نه وتلو په هکله د خلکو اندېښنه له منځه ولاړه سي.»

د همکاریو پر دوام باندي ټینګار

ولسمشر وويل چي افغانستان په اوس وخت کي له یوې خوا د سولي د بهیر او سیمه ایزي همکارۍ او له بلي خوا د سیمه ایزو ترهګرۍ او جرمي شبکو سره مخامخ دی. اشرف غني ټینګار وکړ چي د ترهګرۍ او جرمي شبکو له امله راپیدا سوي بحران د مدیریت له پاره باید له افغانستان سره ګډ کار دوام کړي. د هغه په وینا یو سوله ایز او د جگړو او زوریاتیو پرته افغانستان د پاکستان او د ټولي سیمي هیوادونو په ګټه دی.

د ښځو فعال نقش

اشرف غني په بیلابیلو برخو کي د افغانستان لاس ته راوړنو او په تیره بیا د ښځو د حقونو تامینولو ته اشاره وکړه او وې ویل چي د ښځو ونډه په بیلابیلو برخو کي زیاته سوې او اوس ښځي په خپله استازیتوب کوي او د سولي په بهیر کي خپل نظریات وړاندي کوي.

هغه یووار بیا ټینګار وکړ چي د حکومت د سولي د لاري نقشه پر درو اصولو «اوربند، دوامداري سولي او عادلانه انتخاباتو رامنځته کیدو» باندي ولاړه ده: »سولي ته د رسیدو له پاره زه حاضر یم چي د خپل جمهوري ریاست دورې تر پای ته رسیدو دمخه، تر خپل وخت مخکي ټاکني وسي.«

د سیمه ایزو پروژو د پلي کولو اهمیت

علاوه پر دې ولسمشر غني په خپله وینا کي د لویو سیمه ایزو پروژو په خاص ډول تاپي، کاسا زر او فایبرآپتیک شبکې تطبیق، د افغانستان د خلکو د ژوندانه د شرایطو د ښه والي او د سیمي د هیوادونو له پاره مهم بللی دی.

د هغه په خبره افغانستان په اوس وخت کي د نظام جوړولو او دیجیتال کیدو پر خوا روان دی. په دې برخه کي د مدني ټولنو، ښځو، علماوو او ځوانانو شبکې د دیموکراتيک نظام په تقویت کي مهمه ونډه لرلای سي. هغه همدارنګه په خارج کي د افغان کارپوهانو نقش هم مهم وباله.

غني دغه څرګندوني له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د رسمي وتلو تر اعلان دوې ورځي وروسته وکړې.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply