امریکا ۵ پاکستاني شرکتونه؛ روسیې ته د جاسوسي په تور تحریم کړل

0 683

د امریکا مالیې وزارت په ۶ پاکستاني وګړو او ۵ شرکتونو په تېرو ټاکنو کې د مداخلې او روسیې ته د جاسوسي په تور بندیزونه لګولي دي.
د راپورونو له مخې د امریکا مالیې وزارت د یاد کسانو نومونو د بهرنیو شرکتونو او بهرنیو پانګه والو د کنټرول په تور لیسټ کې اچولي دي.
یاد وزارت ویلي: ”ولسمشر بایډن دا هر اړخیز حکم ټولو هغو وړاندیزونو او نظریو ته د رسیدنې په موخه کړی، چې ورځ تر بلې په هغه هېواد کې د روسیې په اړه راپورته کیدې“
امریکایي چارواکي وایي، روسیې د خپلو استازو او مختلفو شرکتونو له لارې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده، د دوی دا ډول ادعا د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو سره ورته والی لري او هلته بیلابیلو رسنیو تائيد کړي هم دي.
هغه کسان او شرکتونه، چې په دې وروستیو کې د امریکا د مالیې وزارت له لوري له بندیزونو سره مخ شوي، په تېرو ټاکنو کې په لاسوهنو او روسیې ته په جاسوسي تورن دي.
د امریکايي کارپوهانو باور دا دی، چې روسیې غوښتل په تېرو ټاکنو کې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بریالی شي، ځکه هغه په ځلونو ویلي وو، چې د روسیې د ولسمشر پوتین طرفدار دی.
د Second Eye Solutions)) په نوم یو پاکستانی شرکت تورن دی، چې د IRA په نوم یو روسیې شرکت باندې یې یې د موټر چلولو جواز پلورلی او بیا یاد روسیي شرکت هڅه کړی، چې بېلابیل ډوله حسابونه پرانیزي او له دې لارې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
ویل کیږي، په نیول شوو کسانو کې د احمد شهزاد په نوم یو کس چې د لاهور اوسیدونکی دی له پنځه نورو کسانو سره چې د کراچۍ ښار اوسیدونکي دي د یاد هېواد له لوري په جاسوسي تورن او له بندیزونو سره مخ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply