ولسمشر غني: که پاکستان ځان ارام غواړي؛ نو افغانستان دې ارام پرېږدي

0 685

د پرېکړې اختیار له پاکستان سره دی، که چېرته خپل هېواد ارام پاتې کېدل غواړي؛ نو افغانستان دې ارام پرېږدی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د دوستۍ او دوښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی، که له افغانستان سره دوستي غواړي؛ نو افغان حکومت چمتو دی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

نوموړي نن د ملي پولیسو او ملي امنیت منسؤبینو ته د دولتي مډالونو د ورکړې په غونډه  کې وویل، چې افغان حکومت له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو که څوک دوښمني کوي؛ نو افغانان په دې برخه کې تر هرچا پیاوړي دي.

ولسمشرغني دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې وویل، چې زمونږ لید لوری ازاد، خپلواک، ولسواک او جمهوري افغانستان دی، که طالبان په همدې چوکاټ کې سوله کوي؛ نو افغان حکومت ورته پرانیستې غېږ ولاړ دی او له دې پرته بل هر انتخاب د طالبانو له لوري د جګړو د پیل لپاره پلمه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply