اروپايي ټولنه؛ طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدی

0 558

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی انډریس وون وايي، طالبان باید د خبرو له لارې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د ترکیې ناسته کې دې ګډون وکړي.
نوموړي په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې طالبان افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کولای شي، نو جګړې ته دې دوام نه ورکوي او د تاوتریخوالي کچه دې نه لوړوي.
ده ویلي چې طالبان دې له اوسني فرصت ګټه واخلي او د ترکیې په استانبول کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب جوړې شوې غونډه کې دې ګډون وکړي.
وون زیاته کړې، اروپایي ټولنه افغانستان کې د سولې او بین افغاني مذاکراتو ملاتړ کوي نو باید طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان میاشتې په ۲۴ مه د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې د سیاسي حل لارې لپاره کنفرانس جوړ شي خو طالبان په یاد کنفرانس کې د نه ګډون خبره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply