اوس مهال له کليو، بانډو او له ولايت پيل آن د هېواد په کچه د نمايشي کړنو فرهنګ دومره زور اخيستې، چې زياتره وګړي ددغوکړنو د تاثير لاندې راغلي او بنسټيزې کړنې د دوى له ذهنه لويدلي دي .
د نمايشي کړنو موثريت پر بنيادي کړنو غلبه کړې، چې ډيرى خلک دا توپير هم نشي کولى، چې د هېواد او ولس په ګټه کومې کړنې مثبتې پايلې لري . د ټولنيزو شبکو په رامنځته کېدو، د نمايشي چارو ته انعکاس ورکولو فرهنګ ورځ تربلې زور واخيست او دغه فرهنګ هره ورځ د پراختيا په لوري د خلکو ترمنځ دود مومي.
د دغه ډول کړنو ښه بېلګه له ځینو ادارو نه فکر وکړو بيا تر ولسي ټولنو پورې يادولى شو، که د حکومتي ادارو کړنې ارزونه وشي، نو ډېری ادارې د نمايشي کړنو د ترسره کولو ټول فعاليتونه په ټولنيزو شبکو کې خپروي، چې يو لوى خنډ د ارزونې پر وړاندې دی، چې ارزونکى په آسانۍ توګه د ادارې ټولې چارې د ټولنيزو شبکو له لارې کوي، چې دلته د ادارې لاسته راوړنې او نتايج يې نشي موندلاى .
غوره ده، چې د نمايشي کړنو پر ځاى د محسوسو کړنو فرهنګ ته وده ورکړل شي، چې ټول ولس ورنه ګټمن او په دې لړۍ سره نوي راتلونکي نسلونه مو هم د چارو په عملي کولو کې ولس ته بې مخينې چوپړتياوې وړاندې کړي .
نمايشي کړنې په حقیقت کې د خلکو سترګو ته خاورې شيندل اوځان تېر ایستل دي، چې ځيني حکومتي مامورين د خپلو موقفونو د ساتلو لپاره ترسره کوي او خپلو لوړپوړو مسوولينو ته ځان ډېر چالاک او فعال ښيي، خو د عمل په ډګرکې بيا ټول ورته کسان هېڅ نه دي؛ بلکې د يو غوړه مال او محافظه کار په توګه ياديږي .
بنيادي، بنسټيز او محسوس فعاليتونه دا هغه څه دي، چې د ټول ولس لپاره د هوسايني، پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې چټکتیا رامنځته کوي او تر ډير مهاله د پايښت او پاتې کیدو سبب ګرزي . لکه څنګه چې اوس د کړنو لپاره ژمنې ورکول يو عادت ګرزيدلى، نو د بنسټيزو کړنو د اجرا په وړاندې نمايشي چارو ځاى نېولې دى .
بنيادي کړنې د هېواد په جوړونه کې ستر ارزښت لرونکي وي، خو نمايشي کړنې بيا د شخص لپاره وي، چې یوازې ګټه يې يو نفر وړي او نور وګړي د نمايشي کړنو د لېدو او خبريدو نه نور هيڅ ګټه نشي پورته کولای .
دغه کړنې که همداسې دوام ولري، نو دا ويلاى شو، چې افغانستان به کلونه کلونه په همدې لومه کې بند پاتې وي او د پرمختک څرک به نه ليدل کيږي . بيابه وايو، چې زموږ جګړه ځپلى هېواد ولې د پرمختګ لوري ته ځان نباسي، چې دا غلطه خبره ده، هېواد چې د ودانېدو په لوري خوځښت نه کوي، همدا زما او ستا قصور دى، ځکه زه او ته خپل جيب ته فکر ولرو، نو بيا د ملت او ولس څه پروا به ولرو.!
بس دى، نور هېوادوال د نمايشي کړنو پر خلاف دي، دوى لپاره د زړه له تله کار وشي، نور د ځانمنلو او ځان ستاینو نه ټول هېوادوال ستړي شوي او نه غواړي چې د ولس په سترګو خاورې ودوړول شي، بلکې د ولس سترګو لپاره رانجي ته اړتیا ده، چې د دردونو نه په امن کې واوسي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.