فېسبوک او کارونه يې

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0 755

فېسبوک یوه ټولنیزه انترنيټي پاڼه ده، چې په کال ۲۰۰۳میلادي کې  دامریکا په هاروارډ پوهنتون کې د (مارک زګربرګ) لخوا جوړ او دنړۍ ټولو هېوادونو ته ورسیدل، دغه ټولنیزه شبکه  لس کاله وړاندې افغانستان ته راورسیده او خلکو ورڅخه ګټه پورته کړه، چې اوسمهال دیوې څیړنې له مخې ددې ټولنیزې شبکې کارونکي په نړۍ کې شاوخوا تر درې میلیاردو پورې رسیږي .

که چیرته یادې شبکې په ځوانانو یو څه منفي اغیزې ښیندلي، خو ډيریو ته سهولتونه او آسانتیاوې هم رامنځته کړي دي .

دفېسبوک کارونکي په نننۍ ټکنالوژۍ عصر کې له منفي خطراتو نه ډډه اوهڅه وکړي، چې هغه څه خپاره کړي، چې دخلکو دپوهې او مالوماتو کچه په لوړولو کې اغیزمن تمام شي. دناوړو موضوعګانو په خپراوې کې په کلکه مخنیوی او دغلطو انځورونو او ویډیوګانو په ځای دې دښکلو اوښایسته متنونو او خلکو ته وړ مطلبونه خپاره کړي .

که منفي لورې ته يې وګورو، نو دابه دخلکو په اذهانو ناوړه تاثیرات ولري، ځکه یوخو د وخت ضایع کیدو سبب کیږي او بل داچې دخلکو فکرونه خرابوي یا يې منفي لوري ته بیايي.

ځیني کسان چې له دغې شبکې نه ناوړه ګټه اخلي، دهغوی عواقب لــه خطرونو سره مخ کیږي او هم خپل شخصیت ترپښولاندې کوي .

که له ټولنیزو شبکو نه څوک ناوړه استفاده کوي، یا چا ته پکې سپکاوی او شخصیت وژنه کوي او په مستعار نومونو فېسبوک پاڼې جوړوي، دا يې دځان په شخصیت او علمیت ملنډې وهل دي، البته مقابل لوري ته کوم زیان نه رسیږي؛ بلکې دا به يې دکورنۍ  روزنه وي، چې دفېسبوک کارن يې کاروي .

فېسبوک کې ورځني مالومات، مطلبونه، او نور خورا مهم مضمونونه پورته کول دشخص په پوهې تړاو لري، ځکه نور کسان چې دده مطلبونه ګوري یا يې لولي ډیر څه زده کوي او هم خلک ورباندې مثبتې څرګندونې کوي، دلته به يې دموضوع دپورته کوونکي مطلب نورهم پیاوړې شي .

دفېسبوک کارونه دپوهې او پوهاوي لپاره ګټمن تمامیدای شي او که په غلطو يې څوک وکاروي، نو تر دې به لويه ناپوهۍ  په ټولنه کې نه وي. لوستي کسانو سره  نه ښايي، چې ټولنه دناپوهۍ لوري ته مخه ورکړي، بلکې کوښښ وکړي، چې دهمدې ټولنیزې شبکې له لارې بېلابېل علمي، معلوماتي او پرمختګیز متنونه وليکي او له دې ټولنیزې شبکې څخه به يې خلکو ته ډېرې ګټې دلیکنو لارې ترسره کړي وي  .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply