طالبانو؛ له امریکا سره تړون کړی، چې د “داعش” له بریدونو به یې اډې خوندي ساتي

665

رویترز په خپلې یوې مقالې کې ویلي. چې د طالبانو او امریکا تر منځ د یو پټ ترون په اساس یادې ډلې له یو کال راهیسي د امریکايي ځواکوانو قرارګاوې له نورو ترهګریزو ډلو خوندي ساتلي دي.
رویټرز خبري اژانس یادې څرګندونې د دریو امریکايي چارواکو د خبرو په استناد کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاد تړون د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې یوه مخفي ضمیمه کې راغلی دی.
د یادې مقالې له مخې، طالبانو په خپله یاد وړاندیز امریکا ته کړی و، چې د دوی قرار ګاوې به له نورو ترهګریزو ډلو په ځانګړې توکه د داعش له بریدونو څخه خوندي وساتي.

دغه راز طالبانو ویلي، چې د روان کال د مې میاشتې وروسته هېڅ داسې تړون نشته چې پر امریکايي سرتېرو به بریدونه نه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا دفاع وزارت او پنټاګون ویلي، که چېرته طالبان له مې میاشتې وروسته د دوی پر سرتېرو بریدونه وکړي؛ نو سخت ځواب سره به مخ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.