شعار  نه؛ بلکې عمل

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0 609

په هېواد کې دشعارونو لړۍ دومره توده شوې، چې آن تر ماشومانو پورې  غځیدلې؛ خو ددې لپاره چې دغه شعارونه په عملي بڼه واړول شي، تر یو اندازه به دخلکو ذهنیتونه جوړ شي.

دشعار او عمل ترمنځ نن باید توپیر  او دواړه سره وپیژندل شي، چې دیو بل په پوهاوي کې ولسونه پوه شي. دا څو لسیزې جګړو  زموږ  هېواد  داقتصادي ویجاړیو ، وژنو او تر څنګ يې په ذهنیتونو ناوړې اغیزې کړي او ولسونه يې په دې بوخت ساتلي، چې دشعارونو او ویناو نه  پرته؛ تردمګړۍ  په عمل کې خلکو ته په هاغه اندازه چې لازم ګڼل کیدل، کار نه دی ترسره شوې. ځکه په موږ کې اوس دخبرو او شعار ورکولو انګازې زیاتې شوي او دیو فرهنګ په ګرځیدو له ځوانانو تر مشرانو او بیا تر ښځو پورې دغه لړۍ اوږده شوې .

بېلګې يې په رسنیو کې یادولای شو، که هغه لیدیزې، غږیزې، او چاپیزې  دي، له سیاسي شنونکو نیولي بیا تر ښه قلم وال، ادیب، عالم، ملا او داسې نور …  هغه څه لیکي یا وايي، چې که په رښتوني او په عمل کې پیاده شي، ډیر ژر به هېواد به دپرمختللي ډګر ته ځان کیکاږلي  وي یا همدارنګه به په هېواد کې تلپاتې سوله او امنیت راغلي وي .

اوس څنګه کولای شو، چې دخبرو په وړاندې عمل غوره کړو، څنګه دشعار ورکولو رېښې غوځ يې کړو دعمل میدان ته راودانګو.

ددې شته پوښتنو  ته ځوابونه شته ولې په خپلو خبرو به مو نېوکې کړي وي، ځکه چې وایو او تر خلکو يې رسو، نو بیا پکې خپله پاتې رانشو. اوس ددغو تحلیلونو په وړاندې هرڅوک مسؤلیت لري، چې څومره ووايي او ترکومه بریده يې په عملې کې خلکو ته ثابت کړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply