د غويي یا ثور اومه؛ په هېواد کې د سترې غمیزې پیلامه

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0 1,112

د غويي یا ثور کودتاه او د سردارمحمد داودخان د حکومت راپرځېدل  د دې لامل شو، چې د داودخان د حکومت په  چارو کې خلقي او پرچمي ډلو په  لوړو پوستونو او نظامي ادارو کې ځانونه ځای پرځای کړې  او دوی له پخوا د کودتاه ترسره کولو پلان جوړ کړې ؤ. خو دسردار محمدداودخان  دبې پروايۍ له کبله ونشو کړای، چې د کودتاه چیانو شوم اهداف له منځه یوسي، ځکه وخت له وخته تېر ؤ.

له کودتاه مخکې خلقي او پرچمي ډلو په ښکاره ډول د سردارمحمدداودخان دحکومت د بدنامولو لپاره هڅې پیل کړې وې، څو سردارمحمد داودخان  په دې ووېر ه وي، چې دوی په نظام کې غښتلي او د واک خاوندان دي .

کله چې میراکبرخیبر په کابل کې دناڅرګندو وسلوالو لخوا ترور شو، پرچمیانو دخیبر د مړینې پړه  د سردارمحمدواودخان په پلویانو اچول  اوځینو بیا د میراکبرخیبر ترور د حفیظ الله  امین په پلویانو تاپه . خو بیا هم  دخیبر  قاتلین ونه موندل شول او په دې بهانه خلقیانواو پرچمیانو خپل پلان کړې هدف ته ورسېدل .

د خلق او پرچم پلویانو دثور په اوومه د کابل ښار په واټونوکې لاریون وکړ، البته دغه لاریون دکودتاه پیلامه وه، چې خلقيانولاپخوا دسردارمحمدداودخان د حکومت نړولو طرحه جوړه کړې وه او پرچمیانو له لاریون څخه په ګټې اخیستنې نظامي مانور هم پیل کړل .

خلق او پرچم پلوي په ارګ وردننه شول اوپه ارګ کې يې جګړه پیل کړه، خلقي او پرچمي ډلو، چې کله په نظام کې مهم ځایونه خپل کړي ؤ، د دوی په امر نظامي قواوو ته امر وکړ، چې ارګ ته  وردننه شي او دهېواد واګي ترلاسه کړي .

هماغه ؤ، چې په کابل کې لوی ناورین رامنځته شو، د داودخان دحکومت پلویانو چې  دهېواد له ولایتونو څخه دمرستې لپاره کابل ته ورشي، خو د مخابرې سیسټم له منځه  تللي او ځیني مخابروي کودونه بند شوې ؤ اویاهم دغلط راپور ورکولو، چې ګواکې خیر اوخیرت دی، نظامي قواوې ونشو کړای ، چې پلازمېنې ته ورداخلې شي اوبېرته يې په شاه مخه کړه .

د ارګ په ماڼۍ کې جګړه  اونښته روانه وه، چې دکابل راډیو نه دخلقیانو او پرچمیانو له لوري  اعلامیې خپرېدې او ویل يې، چې نور د نادر ي کورنۍ  ټغر ټول او دهېواد واګي انقلابي شورا ترلاسه کړې .

دکمونېستانو یو شمېر مشران چې د کابل  په دهمزنګ  زندان کې بندیان  ول، راخوشې شول او دوی هم دانقلابي شورا دبریا مبارکي هېوادوالو ته  د راډیو له لارې  اورول .

په ارګ کې  څلیریشت ساعته جګړه روانه وه، چې په پای کې دهېواد لومړنی ولسمشر سردارمحمد داودخان  له کورنۍ سره یو ځای شهیدان شول، خلقیانو او پرچمیانو دثور دانقلابي شورا حکومت رامنځته کړ، چې نورمحمد تره کی دافغانستان دخلکو ډیموکراتیک ګوند مشر وټاکل شو.

دا په هېواد کې هغه توره ورځ یادولی شو، چې تردې مهاله زموږ هېواد ددغې کرغېړنې کودتاه له امله په اور کې سوزي. اوس هم دهېواد په ډېری ځایونو کې وګړي دردېږي، کړېږي او له سترو ناندریو سره مخ دي .

نو موږ ټولو هېوادوالو ته په اوسني حالاتو کې  اړینه ده، چې نور  دپردیو او تاریخي دښمنانو په خبرو؛  ونه غولیږو، باید په خپلو کې یووالی غوره کړو، چې زموږ هېواد نور له بدمرغیو او ناندریو ووځي او په هېواد کې تلپاتي امنیت اوسوله راشي، دې موخې ته رسېدل یوازې ولس ته پکار ده، چې پخپلو کې ورورګلوي غوره کړي او دیو باثباته او ډاډمن افغانستان په لوري اوچت ګامونه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply