د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته څیرمه مو ۴ عسکر وژل شوي

999

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د وسلوالو یوې ډلې له افغانستان څخه برید کړی دی چې په پایله کې یې څلور عسکر وژل شوي دي. پاکستان وایي چې له افغانستان سره په پوله یې د اغزن سیمي دیوال درولو ۸۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې امینتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د ژوب ښار ته څیرمه د اغزنو کټارو د نصبولو څارنه کوله.

د پوځ په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي او د دوی نور شپږ ځواکونه ټپیان شوي هم دي چې د درملنې له پاره په کویټه کې روغتون ته وړل شوي دي. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.

پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې له افغانستان سره په پوله د اغزنو کټارو د درولو لړۍ پېل کړه، څو په خبره یې د وسلوالو د تګ راتګ، قاچاق او غیر قانوني تګ راتګ مخه ونیسي. پاکستان وایي چې د ۲۶۱۱ کیلومتره اوږده پوله باندې د کټارو د درولو ۸۵ سلنه کار بشپړ شوی دی. خو افغانستان هیڅکله دغه پوله په رسمیت نه ده پيژندلې او د ډیورنډ د کرښې په نامه یې یادوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.