په افغانستان کې جګړو په زرونو کسان بې ځایه کړي

902

د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تازه نښتو له امله په زرونو افغانان تیښتي ته مجبوره سوي دي. د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسې د افغانستان په ډیریو ولایتونو کي جګړو زور اخیستی دی.

د هلمند د کډوالو چارو مسوول ساجد محمد رامین، ویلي دي چي د هلمند په جنوب کي د سختو نښتو له کبله، شاوخوا زر کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راتښتیدلي دي.

د می په لومړۍ نیټه له افغانستان څخه رسما د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پېل سوه او له هغې راهیسي د افغانستان په ډیرو ولایتونو کي جګړو زور اخیستی. د افغانستان د دفاع وزارت په حواله افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کي د طالبانو حمله پر شا تمبولي ده. دغه وزارت وایي چي یاغیانو د نورو ترڅنګ د لښکرګاه پر ډیرو پوستو باندي بریدونه ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت په حواله څه د پاسه ۱۰۰ تنه وسلوال طالبان او همدارنګه د القاعدې ۲۲ پاکستاني جنګیالي وژل سوي دي. د طالبانو په وینا په دغو نښتو کي په لسونو افغان امنیتي ځواکونه هم وژل سوي دي. دواړه خواوي هڅه کوي چي د مقابل لوري د قربانیانو په شمیر کي مبالغه وکړي.

له افغانستانه د پاته ۲۵۰۰ امریکایی ځواکونو د وتلو لړۍ په رسمي ډول د پنجشنبه په ورځ پیل سوه. د یکشنبه په ورځ امریکایي ځواکونو د هلمند په ناآرامه ولایت کي خپله اډه پریښوده.

ناټو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل ماموریت ختموي. تر اوسه پوري په افغانستان کي شاوخوا ۹۶۰۰ د ناټو ځواکونه ځای پر ځای دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.