د نجونو د ښوونخي مخته چاودنه

آصف بهاند

692

د نجونو د ښوونخي مخته چاودنه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

د کابل په برچي سیمه کې د نجونو د ښوونځي په دروازه کې چاودنه، د زده کونکو قتل عام داسې زړه بوگنونکې پېښه ده چې ساری به یې لږ تېر شوی وي او دا له ټولو خلکو سره، په تېره له ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي ترټولو ظالمانه ډول او بشري ضد عمل دی. د ښوونځي پر زده کونکو او نوي نسل باندې داسې وحشیانه برید، د افغانستان پر راتلونکې باندې داسې تیری دی، چې سر له اوسه نه یوازې وژل شوي او متضررین، بلکې د افغانستان نوی نسل او راتلونکې د تباهۍ کندې ته ورپورې وهي.

که لږ دې پېښې ته د سیاست له عینکو وکتل شي، لیدل کېـږي چې گناه او تېروتنه بل چا کړې، پور یې عام وگړي پرې کوي. یعنې په افغانستان کې د ایراني استخباراتو او اخوندانو، نوکرانو د خپلو بادارانو د پروگرامونو د پلي کولو په برخه کې چې څه کړي دي، د هغو په بدل کې د دوي اپوزېشن دغسې متقابل عمل کوي چې په هره چاودنه کې په لسگونو عام وگړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د پېښو او تېروتنو اصلي عاملین په خپلو ماڼیو کې داسې اسوده ناست وي، لکه له هېڅ نه چې خبر هم نه وي.

له ماشومانو او کوچنیانو سره به تر دې لوی تاوتریخوالی څه وي او چېرې به وي چې د یوه ښوونځي د لویې دروازې په مخکې دې داسې چاودنه وشي چې تر پنځوسو ډېر ووژني او تر سلو ډېر ټپـیان کړي، د عجایبو په وطن کې دا پېښه پرون ترسره شوه چې هېڅ ډول نظامي او غیر نظامي، اسلامي او غیر اسلامي توجه نه لري.

دا له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي تر ټولو ډارونکی ډول دی چې د وژل شویو او متضررینو تر څنگ، د افغانستان ټول ماشومان او کوچنیان یې ډار کړي دي او له رواني پلوه یې داسې برید ته رسولي دي چې نه خوب لري او نه ارام. ډېره ښه بېلگه یې د کابل د برچې د ښوونځي د زده کونکو قتل عام ته د ننگرهار ولایت د یو ښوونځي د زده کونکو عکس العمل دی. دې رپوټ ته پام وکړئ:

«په ننگرهار ولایت کې د ښونځي د زدکونکو غبرگون:

د دشت برچي پېښه او له وسله والو ډلو د ننګرهاري ماشومانو غوښتنه

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو له وسله والو ډلو وغوښتل چې د ماشومانو وژل، ټپي کول او ربړول ودروي.

دغو زده کوونکو نن یکشنبه/ د ثور ۱۹/ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ننګرهار د زده کوونکو په استازيتوب د کابل په وروستۍ پېښه چې له امله د ښوونځي یو شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته خواشیني وښوده.

د دوی په خبره چې ماشومان په جګړه کې برخه نه لري نو وسله والې ډلې دې د دوی له وژلو، ټپي کولو او ربړلو څخه لاس واخلي.

دغو زده کوونکو وويل: «هره ورځ چې له کوره ښوونځي ته راځو مور او پلارم مونږ ته په ډېر تشويش کې وي په کابل کې د ماشومانو له شهيدولو ورسته مو نن ميندې مونږ ته ډېرې خفه وې چې بېرته به ژوندي راشو او که نه؟»

دې ماشومانو هم د لويانو په څېر تکراري جمله «مونږ سوله غواړو جنګ دې بس شي پرلپسې يادونه وکړه» او پر ماشومانو يې د رحم او عاطفې غوښتنه وکړه.»

زموږ په هېواد افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې سونامي حیثیت لري، چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې او عیني ستونزې بدله شوې ده. دا سونامي تر اوسه زموږ هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه او هره شیبه د سل ګونو، زرګونو، لکونو او میلیونونو ماشومانو او کوچنیانو اوسنی او راتلونکی ژوند ځپي او د تباهۍ کندې ته یې ور پورې وهي.

کوردننه او بهر ټولو دا برید او دا عمل غندلی دی، دا لنډ رپوټ دی:

«… د امریکا متحده ایالتونه هم دا برید غندي، د پېښې قربانیانو سره پر خواخوږي ښودلو سربېره د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او د بې ګنا ولسي وګړو په نښه کولو سملاسي درېدل غواړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې زیاتوي د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره د افغان ولس ملاتړ روان ساتي.

د ترکیې حکومت هم د دې برید غندلو سره د پېښې قربانیانو سره خواخوږي او د ټپیانو د ژر رغېدلو هیله کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې برید غندلو سره ویلي چې عاملان یې باید ځواب ور کړي.

نوموړی افغانستان کې د تاوتریخوالي سملاسي درېدو او د کړکېچ د سوله ییز حل غوښتنه کوي.

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما د دې برید په هکله سخته ”کرکه ” څرګنده کړې او دا یې ”پر ملکي خلکو ظلم ” بللی دی.

یوناما د پېښې ښکار شویو له کورنیو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې.»

دا به د دیپلوماسۍ یو ډول وي، خو وژل سږږ. متضررینو او د هغوی کورنیو ته هېڅ نه شي ورکولای.

تاوتریخوالی له هیڅ چا سره ښه نه دی؛ په تیره له ماشومانو، کوچنیانو، ښځو او نجونو سره. دا یو تریخ او انکار نه منونکی واقعیت دی چې زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره په بیلابیلو بڼو تاوتریخوالی شوی او کېـږي او د تاوتریخوالي ترسره کونکي باید په دې پوه کړای شي چې د هرې ټولنې وگړي چې له خپل نوي نسل سره تاوتریخوالی کوي، هغوی په حقیقت کې خپلې راتلونکې ته اور اچوي او هر څه په ایرو بدلوي. د تاوتریخوالي پر ځای باید له نوي نسل سره مینه وشي، په نوې او مدرنه بڼه د وخت له غوښتنو سره سم وروزل شي؛ څو ښه راتلونکې او هوسا ژوند ولري.

په دې ډول به موږ وتوانېـږو چې ښه پوه نوی نسل ولرو او پایله به یې دا وي چې یوه خورا نیکمرغه او ښېرازه ټولنه ولرو. د تاوتریخوالي پایلې په ټوله نړۍ کې منفي ثابتې شوې دي. له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر ځای، له هغول سره مینه وکړئ، د هغوی روزنې ته پاملرنه وکړئ او په ډېرې مینې سره عاطفه ورولېـږدوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.