د دوی دا ډول راتګ د ماهیت او ترکیب؛ له مخې بېساری دی او مختلف سیاسي پیغامونه؛ له ځان سره لري.
نوموړي پلاوي کې د انګلستان د پوځ لوی درستیز او د انګلستان د څارګرې ادارې MI6 مسؤل، همدارنګه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د څارګرې ادارې مشر شامل دي.
ولسمشر ته نږدې باوري سرچینو ته وویل، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز؛ له ولسمشرغني غوښتنه کړې، چې پر طالبانو دې هوایي بریدونه ودروي؛ دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د رسنیز کنفرانس؛ له لارې پاکستان ته واضح دریځ اعلان کړ، چې د سولې او جګړې انتخاب ستاسو لاس کې دی!
د ولسمشر د پیغام موخه دا وه، چې؛ که افغانستان کې د پاکستان په نیابت/استازولي جنګېدونکي طالبان جګړه کوي؛ نو افغان دولت جګړې ته چمتو دی او؛ که سوله کوي؛ نو افغان دولت د خبرو پر میز ورته ناست دی.
هغه وو، چې طالبان د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې اعلان سره د پاکستان په لارښوونه د جګړې ډګر ته ولاړل او د جبههیي جبهي جګړې د رامنځته کولو هڅه یې پیل کړه؛ خو افغان دولت بېځوابه پاتې نه شو، پر طالبانو یې کندهار، هلمند، فراه، بغلان، غزني او لغمان کې پراخ عملیات تر سره کړل، چې کلیدي رول د افغان هوایي ځواک وو.
د یادو عملیاتو په تړاو د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا د امنیتي کنفرانس له لارې وویل، چې تېره اونۍ کې یې ۱۰۰۰ تنه طالب جنګیالي وژلي او بېشمېره یې ټپیان کړي.
د افغان هوایي ځواک ګذارونو د طالبانو د جبههیي جګړې پلان شنډ کړ او په شا یې وتنبول.
هغه دی، چې اوس د پاکستان د پوځ لوی درستیز غوښتنه کړې، چې پر طالبانو دې هوایي بمبار ودرول شي!
د لوبې دویم اړخ انګلستان دی؛ انګلستان ولې د طالبانو د سر خیر غواړي؛ له طالبانو سره یې اړیکه څه ده؟
دا او دېته ورته پوښتنې او تحلیلي فرضیې هغه څه دي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د انګلستان ستراتیژيکي ژورتیا په ډاګه کوي؛ حتی د انګلستان پوځونه د ناټو د ماموریت پر مهال هلمند کې؛ له طالبانو سره د همکاري پر تور تورن شول او له افغانستان څخه یې د پوځونو د وتلو لوی علت همدا مسله وه!
ځینو تحلیلي فرضیو کې لا دا ادعا هم کېږي، چې انګلستان د افغانستان تر دښتو د امریکا راوستو کې پټ رول لوبولی او طالبانو ته یې غیری مستقیم دیکته کوله، چې د اسامه بن لادن موضوع د دیپلماسي له لارې حل نه کړي!
خو اساسي پوښتنه دا ده، چې د ولسمشر دریځ څه دی او باجوه ته یې څه ویلي؟
د باوري سرچینو په قول ولسمشر په خپله خبره ټینګار کړی او انګلیسي او پاکستاني پوځي پلاوي ته یې واضح ویلي، چې یا جګړه یا سوله؛ انتخاب د پاکستان لاس کې دی!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.