امریکا: طالبان باید دایمي اوربند وکړي

474

امریکا افغانستان کې د جګړې د ژر بندېدو غوښتونکې ده او طالبان باید افغانستان کې دایمي اوربند وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند “نید پرایس” په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکا د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کوی؛ خو له طالبانو غواړي، چې افغانستان کې دې خپلې جګړې بس او یو دایمي اوربند وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې طالبان باید د سولې روانو خبرو کې هم جدي اقدامات ترسره، جګړه بس او د ولس پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي.
پرایس د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له یاد هېواد سره د امریکا د همکاریو د پرېکون په مانا نه دي؛ بلکې د دواړو لوریو ترمنځ به د اړیکو یو غښتلی ور پرانیستل کیږي.
که څه هم طالبانو د کوچني اختر په درې ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ؛ خو د خلکو له لوري یې د تېر په څېر تود هرکلی ونشو.
عام باور دا دی، چې په وروستیو دوه اونیو کې طالبان د افغان ځواکونو له لوري سخت ځپل شوي او دا ډله د خپلو جنګیالیو د پوره کولو لپاره د یو داسې فرصت په تمه ده، چې له افغان حکومت سره په کې د جګړې په ډګر کې ښکېل نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.