حال بخښونکي ټکي

سید عبیدالله نادر

769

که د ګلونو نظاره د زړه په سترګو کوې ، نو د بلبل په سترګو کې دیره شه ، که د ګل په رمز او رموز او اسرارو پوهیدل غواړې ،نو د بلبل له فریاده یې ، زده کړه، که د عالم معنی نه، یو څه درک کول او یا د عبرت یو څو ټکي راایستل غواړې، نو دلته خار او خس بی څه او بی حکمته مه ګڼه، ځکه له خارو خسه د عبرت او د لټون اشارې ورکول کيږي، خو د معنی او عبرت په سترګو لیدل غواړې، دلته په فریاد کې د بلبل هغه اسرار او خبری پرتي دي، چې صاحبدلان یې په معنی باندی رسی، د عرفی شیرازی شعر دی چې وایي :

آن دل که پریشان شود ، از نالهء بلبل

در دامنش آویز ، که با وی خبری هست

او بیا د حضرت بیدل د یو شعرپه استناد

اګر نظاره ء گل می توان کرد

وطن در چشم بلبل می توان کرد

بیدل

ګلهای این چمن همه در زیر پای تست

ای غافل از ادب نګهً شرمګین طلب

بیدل

د عبرت ګلونه یې ستا خپو ته غوړولي دي، ای غافله لږ شرم وکړه، په تغافل مه تیریږه، ځکه دلته هر قدم پرانستلي سترګي ، او د معرفت په رڼا روښانه زړه غواړي، د دې عبرتګاه نه یو څه اخیستنه باید وکړو. ځکه دلته هره ورځي، د روزګار د بیاض نه ، یا د روزګار د دیوان څخه یو څو پاڼي را اوړي، چې هره پاڼه یې د عبرت بین نظر د پاره د انتباه ډیر درانه ټکي د ځانه سره لري. او ټکان ورکونکی او حال بخښوونکی خاصیت لري ،پام چې غفلت مو سترګي خوبه وړي نه کړي ،او د معرفت روښانه زړه مو مړ نه شي، د معرفت شمعه روښانه په خپل زړه کې وساتئ ،دنیا رمز او اشارې لري، هره صحنه چې نن وینئ ،او هر څه چې مو په مخ کې نن تیریږي، د راتلونکي پوري تړاو لري ،یعنی که ته یې د علم وفن په رڼا ریښه پیدا کړې ،نو دا رمز او اشارې به بیا بی څه نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.