د دوحې دفتر د څه لپاره؟

سیدعبدالله پاچا

809

افغان ځوانانو په ټویټر کې یو ټرینډ چلولی، شاوخوا ۳۰ زره کسانو غوښتنه کړې چې د دوحې دفتر دې وتړل شي او ددې پر ځای چې د سولې خبرې ښه پایله ورکړي، اړتیا ده چې د افغانستان په خاوره کې د سولې د خبرو لپاره یو ځای برابر شي او خبرې سوچه افغاني شي.

کله چې د مذاکراتو نوم، د سیمې او نړۍ په کچه افغاني وي، باید په کور دننه وشي، لکه حزب اسلامي افغانستان چې په کور دننه مذاکرات وکړل او پایله دا شوه چې د حزب اسلامي وسله وال له دولت سره یو ځای شول.

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې خبري هغه مهال سوچه افغاني کیدلی شي، چې د دوحې دفتر بند شي، او افغانستان کې دننه یو ځای چې د طالبانو خوښ وي، هلته مذاکرات پيل شي.

دا کمپاین وروسته له هغې پيل شو، چې طالبانو له درې ورځیني اوربند وروسته یو ځل بیا جګړې ته مخه کړه، هغه جګړه کې پلان یې دوحه کې جوړیږي او بهرني استخبارات د طالبانو له مشرانو سره دوحه کې د جګړې د پراختیا او دوام پلانونه جوړوي.

د دوحې دفتر د جګړې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د سولې لپاره جوړ شوی، خو دوحه کې طالب مشران ټول تمرکز پر جګړه لري او د سولې له مذاکراتي ټیم سره خبرو ته نه کیني.

خلکو د دوحې د دفتر هر کلی پخوا ځکه کړی و چې طالبانو یو ادارس پيدا شو چې خبرې پکې وکړي، خو اوس چې دا دفتر د جګړې په پلان ګذارۍ بدل شوی، ټول افغانان یې مخالف دي او د دې دفتر د بندیدو غوښتونکي دي.

دوحې دفتر طالب مشرانو ته فرصت برابر کړی چې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره پرته له کوم ځنډ او خنډ وګوري او د جګړې لپاره ترې د امکاناتو په بدل کې نوي دستورونه واخلي.

اوس چې افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه له منځه تللې، له طالبانو د خلکو غوښتنه دا ده چې نور دې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او افغان وژنې ته دې نورې پلمې نه ګوري.

طالبان مجبور دي چې سوله وکړي، ځکه د جګړې له لارې نه هدف ته رسیدلی شي او نه یې افغانان مني چې یو ځل بیا د طالبانو واکمني پيل شي چې واک له مشخصو کسانو سره وي او خلک د هیڅ نظر او رای حق نه لري.

د افغان ځوانانو دا ویښتابه به نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته په ډاګه کړي چې شل کلنې لاس ته راوړنې باید خوندی شي او بیا شاتګ و نه شي چې ۹۰یمو کلونو ته خلک ور وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.