د غزني ځوانان: د جګړې له کبله د کانکور ؛ له ازموینې پاتې شوو

617

غزني کې د جګړې له امله سږ کال د کانکور ازموینې کچه د تېرو کلونو په پرتله شپږ زره کموالی ښیي.
ځایي چارواکي وايي، چې سږ کال له غزني ولایت څخه یوازې ۹۰۵۰ زده کوونکو ګډون کړی وو، چې ۳۷۴۱ یې نجونې وې.
دوی وايي، تېرو کلونو کې له یاد ولایت څخه تر ۱۶ زرو زده کوونکو ګډون کوو، خو سږ کال د طالبانو د جګړې له امله یاده شمېره شپږ زره راټیټه شوې ده.
دوی اندېښنه ښودلې، چې په یاد ولایت کې د طالبانو له لوري د ښوونځیو سوځول، د زده کوونکو تښتول اوجګړې له امله کډوالي ډیری زده کوونکي له خپلو زده کړو شاته پاتې کړي دي.
سرچینه کاږي، چې که چېرته په یاد ولایت کې د طالبانو له لوري د ښوونځیو سوځول او د ځوانانو یرغمل کول روان وي؛ نو ډېر ژر به یاده شمېره نوره هم ټیټه شي.
باید یاده شي، چې د طالبانو د جګړو له امله د هېواد ډیری ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.
دغه راز تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې وه، چې د طالبانو له امله د نجونو د زده کړو پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته شوي، چې په راتلونکي کې به له ډېرو ننګونو سره مخ شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.