غزني کې دوو ورونو خپل پلار وژلی

266

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۲۵مه ناوخته د اندړ ولسوالي په «خرپه» کلي کې رامنځته شوې ده.

خالد سرحدي زیاته کړې چې دغو دوو وروڼو خپل پلار «زندۍ» کړی او وژلی یی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او د دویم د نیولو هڅې روانې دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو ولې خپل پلار وژلی، خو له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.

دا په داسې مهال دی چې پرون په کندهار ولایت کې هم یوه کس خپل زوی وژلی و.

د دغه ولایت محلي مسوولانو د یادې وژنې د انګېزې په اړه څه نه و ویلي، خو یوې سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړې وه چې دغه کس له دې امله خپل زوی وژلی و چې د نوموړي له دویم واده سره یې مخالفت کاوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.