غزني کې د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی ښوونځی پرانېستل شو

291

د غزني د مالستان ولسوالي اوسېدونکو له لوري په دغه ولسوالي کې یوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه.

دغه ښوونځی د مالستان ولسوالي په «کمرک» کلي کې جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

پر دې ښوونځي درې نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۱۲۰۰ نجونو او هلکانو ته په‌کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

د غزني د پوهنې رییس سیدمیر نصیراحمد حسیني نن پنج‌شنبه د تلې ۲۰مه د یاد ښوونځي د پرانېستلو پر مهال د سیمې له خلکو د یاد ښوونځي د جوړېدو له امله مننه وکړه.

له دې وړاندې هم د یاد ولایت په مالستان، جاغوري، اندړ او جغتو ولسوالیو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او لویې لارې رغولې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.