ولسمشر : یواځې د مرستو بڼه بدلون کوي؛ راتلونکي وضیعت ته اندېښنه پکار نه ده

816

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره یواځې د بهرنیو هېوادونو د مرستې بڼه بدلیږي او نور به وضیعت په نورمال ډول روان وي.

ولسمشر غني کابل ‌‌ پوهنتون کې  ( د لوبې د بدلو فرصت) تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې افغان سرتیري اوس ددې جوګه شوي، چې په هر ډګر کې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته زمونږ د ځواکونو روحیه لا پیاوړې شوې، چې د امریکا او نورو ځواکونو وتل به پر افغان حکومت هیڅ منفي اغېز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې اوسنی وضیعت د سمون لورته روان دی او خلک باید هیڅ وخت د راتلونکي په اړه اندېښمن نه شي.

ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان اوس د پخوانیو کلنو هېواد نه دی او نه دې هم خلک پخوانی فکرونه کوي؛ بلکې اوس افغانستان له نړۍ سره ځان برابر کړی او په یو ټرانزیټي هېواد بدل شوی دی.

هغه یو وار بیا ټینګار کړی، چې سوله ورته لومړیتوب دی؛ خو د جګړې په برخه کې هم اماده دی، چې هرچاته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.