د راپورنو له مخې تېره ورځ مازیګر د شمالي وزیرستان په «میرعلي» سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید ترسره شوی، چې په پایله کې یې ۹ پوځیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دی.
په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید په داسې حال کې ترسره کیږی، چې له تېرو دوه اونیو راپه دې خوا د « همزونې» سیمې اوسېدونکي په میرانشا کې د پاکستاني پوځ د یو کمیپ مخې ته د راټول شوي او د خپلو نیول شویو کسانو د راخوشې غوښتنه کوي.
سره له دې، چې د پاکستان حکومت په یاد برید کې یواځې د ۶ پوځیانو د ټپي کېدو او یو بل تن د وژل کېدو خبره مني؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې پر پوځیانو شوی برید خورا خونړی برید و، چې ۱۵ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
که څه هم د یاد برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په یادو سیمو کې اکثره بریدونه د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري ترسره کیږی.
باید یاده شي، چې په روانه اوونۍ کې له ۲۰ ډېر پاکستاني پوځیان په بلوچستان او وزیرستان کې وژل شوي دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.